د افغانستان په پلازمينه کابل کې نن د نهې/ سه شنبې په سهار يوه چاؤدنه شوې چې پکې يو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه چاؤدنه د کابل د خېرخانې په علاقه کې په يو ګاډي شوې او ويل شوي مرګ ژوبله پکې ملکي خلکو اوختې ده.
پوليس ويلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.
د چاؤدنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
په کابل کې چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني د 400 طالب بنديوانو د خوشي کولو فرمان لاسليک کړی دی.
اشرف غني د هغو 400 طالب بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی څوک چې په سختو جرمونو کې ککړ دي د خو لويې مشورتې جرګې د سپارښتنو وروسته ولسمشر دغه فرمان لاسليک کړی دی.
د طلوع نيوز ترمخه د لوی اختر د اوربند وروسته په افغانستان د بدامنۍ په پېښو کې د 80 پورې ملکي وګړي وژل شوي او 95 نور ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وخت په وخت د ملکي وګړو د وژنې راپورونه ورکوي او وايي چې ملکي وګړي د طالبانو او حکومتي امنيتي ځواکونو دواړو لخوا وژل کيږي.