لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په یوه اوونۍ کې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی وښودو


دلویې مشورتي جرګې دسپارښتنو رڼا کې د۴۰۰ؤ طالبانو بندیانو تر خوشې کیدو وروسته طالبانو یوه اوونۍ کې دننه دبین الافغاني خبرو اترو پیل ته چمتووالی ښودلی اؤ وایي که بندیان یې خلاص شي بیا نو اماده دي چې خبرو ته کښیني.

د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا دطالبانو بندیانو دخوشې کولو له امر وروسته په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکا غږ اشنا ته ویلي هرکله چې دهغوئ بندیان خلاص شي نو اماده دي چې اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرو ته کښیني.

دطالبانو اؤ امریکا تر منځ دسولې دتړون راپدیخوا طالبانو دریځ خپل کړی ؤ چې تر څو ددغه تړون له مخې دهغوئ ۵۰۰۰ بندیان له بنده خلاص نه شي اوربند اؤ بین الافغاني خبرو ته نه کښیني.

افغان دولت دطالبانو په زرګونو بندیان له بنده خوشې کړي وؤ خو په سترو جرمونو کې دککړو ۴۰۰ طالبانو خوشې کولو دپاره یې په اووم اګست کابل کې مشورتي لویه جرګه رابللې وه .

دغه جرګې افغان دولت ته سپارښتنه کړې چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان هم باید د نړیوال تضمین په اساس خوشې کړل شي اؤ‌ تیرماښام افغان ولسمشر دهغوئ دخوشې کولو په امر لاسلیک کړی ؤ.

دلاسلیک نه وړاندې ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی ؤ چې دهغوئ دبندیانو خوشې کولو غوښتنه منل شوې ده اؤ اوس باید سمدستي اوربند ته غاړه کښیږدي.

دافغان دولت یوې سرچینې هم د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته احتمال ښودلی ؤ چې په ۱۶م اګست به بین الافغاني خبرې پیل شي خو په رسمي توګه نه افغان دولت اؤ نه هم طالبانو دبین الافغاني خبرو اترو دپیل دپاره کومه غوڅه نېټه اعلان کړې ده.

امریکا اؤ پاکستان هم دلویې جرګې لخوا دطالب بندیانو دخوشې کولو دپرېکړې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي چې ددې پرېکړې سره به دبین الافغاني خبرو اترو په وړاندې پراته خنډونه له مینځه لاړ ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG