لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تر بین الافغاني خبرو مخکې پر طالبانو د ډزبندۍ غږونه نور هم زیات شوي


واشنګټن ــــ په کابل کې تر مشورتي لویې جرګې وروسته چې حکومت ته یې د څلور سوه پاته طالب بندیانو د خوشي کولو سپارښتنه وکړه، طالبانو او حکومت بین الافغاني خبرو ته تیاري ښودلې خو د افغان چارواکو له خوا پر طالبانو د ډزبندۍ غږونه هم زیات شوي دي.

د افغان ولسمشر ویاند دوه خان مینه پال وایي، له طالبانو سره د خبرو په منځ کې تر ټولو لوی خنډ د بندیانو تبادله وه، ښاغلي مینه پال وي او ډیوه ته وویل ‌"اوس چې د طالبانو د پاته بندیانو د خلاصون موضوع حل شوه، نور باید هغوی هغوی ډزبندۍ ته توجه وکړي".

د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د سولې او د عامو خلکو د خوندیتوب د څانګې مشر سید انتظار خادم وایي، د افغان حکومت مذاکراتي ډله تیاره ده او صرف دې ته انتظار کوي چې طالبان ډزبندي اعلان کړي او دوی ورسره خبرې پیل کړي:

"چې هلته مو جګړه روانه کړې وي د ډزو اوازونه راځي او هلته موږ سوله کوو دا خو جګړه اوږدوي، ډېره منطقي لاره دا ده چې اوربند وشي او د جګړې موده کمه شي او موږ خبرو ته ورسېږو".

د افغانستان یو بل سیاسي څېړونکی نصرالله حقپال هم تر بین الافغاني خبرو مخکې د افغان حکومت او طالبانو دواړو له خوا پر ډزبندۍ ټینګار کوي خو وایي د امن راتګ یوه اوږده لاره ده. ښاغلي حقپال وي او اې ډیوه ته وویل:

"اوربند کول او په ټوله کې د تاوتریخوالي او جګړې کمول به هغه څه وي، چې دواړه لوري یې باید وکړي او عمل ورباندې وکړي".

طالبان وایي دایمي ډزبندي د بین الافغاني خبرو یوه ایجنډا ده چې په هغه کې به ورباندې خبرې کېږي او د افغانستان د ملي سولې شورا نن د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي له طالبانو سره د خبرو لومړۍ ایجنډه به یې پر ډزبندۍ خبرې وي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهېل شاهین له بي بي سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې دعوه کړې چې دوی اوس تر پخوا تشدد ډېر را کم کړی دی.

سهېل شاهین د نهې- سه شنبې په ورځ له اسوشیېټیډ پریس سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې که افغان حکومت پر را خوشي کېدونکو طالب بندیانو برید وکړي، نو دا به د سولې خبرو ته زیان ورسوي.

سهېل شاهین دعوه کړې چې د افغان حکومت له خوا پر را خوشي شویو طالب بندیانو په وروستیو څو میاشتو کې یوولس بریدونه شوي ، چې وایي خوشي شوي طالبان وژل شوي، ځورول شوي او بیرته نیول شوي دي خو افغان حکومت یې دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG