واشنګټن ــــ په فېسبوک د پېغمبر اسلام په اړه د پوسټ شایع کېدو نه وروسته د هندوستان په بنګلور ښار کې د پولیسو او مظاهره کوونکو په نښتو کې د چارواکو په وېنا درې کسان مړه شوي او لسګونه کسان پولیسو نیولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د پولیسو دا ګام غندلی چې وایي د پیغمبر اسلام په اړه د سپکاوي د پوسټ د مخنیوي پر ځای یې د دې کار په خلاف لسګونه احتجاج کوونکي نیولي، درې یې وژلي او ځینې یې ټپیان کړي دي.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې ترمخه په بنګلور کې اړی ګړی پس له هغې شروع شو چې د یو سیاستوال د کورنۍ غړي په فېسبوک په مبینه توګه د پېغمبر اسلام په اړه د سپکاوي پوسټ وکړو.
د ورځپاڼې رپورټ وايي د سیاستوال د کور مخې ته خلک په ګڼ شمېر کې جمع شول او دوو موټرو ته یې اور واچولو. په ځینو نورو مطبوعاتي رپورټونو کې ووېل شو چې د سیاستدان کور ته هم اور اچول شوی دی.
په زرګونو خلک د بنګلور لارو کوڅو ته را ووتل چې له پولیسو سره یې نښتې شوې دي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې د بنګلور د پولیس مشر په حواله وايي پولیسو په احتجاج کوونکو قابو نه شو موندلی او په خپله دفاع کې یې ډزې وکړې.
پولیس ویلي په فېسبوک د پوسټ ذمه وار تن یې نیولی دی او په اړي ګړي او په پولیس د حملو په لړ کې یې 100 نور کسان هم نیولي دي، خو د فېسبوک ادارې په دې اړه په سمدستي توګه څه نه دي ویلي.
دي ټایمز ورځپاڼه وايي د سیاستوال هغه خپل چې په مبینه توګه یې په فېسبوک پوسټ کړی، هغه ویلي اکاونټ یې هېک شوی وو.
په بنګلور کې د تشدد وروسته د 12 مېلین ابادۍ په ښار کې د خلکو په رایو ځای کېدو پابندي لګول شوې ده.