لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې نن 34 میلینه ماشومانو ته د پولیو په ضد د څاڅکو ورکولو کمپېن پیلېږي


واشنګټن ــــ د کرونا وایرس له کبله تر څو میاشتني ځنډ وروسته په پاکستان کې یو ځل بیا ماشومانو ته له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د ژغورنې کمپېن پیلېږي چې ټاکل شوې 34 میلینه (درې کروړه څلوېښت لکه) ماشومانو ته به څاڅکي ورکول کېږي.

دا کمپېین به د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر په ګډون د دې هېواد د ټولو صوبو په 130 ضلعو کې تر سره کېږي، چې په پښتونخوا صوبه کې به د اګست له 13مې، په پنجاب او سیند کې له 15مې او په بلوچستان او کشمیر کې به له 17مې نېټې پیلېږي.

د خیبرپښتونخوا په 21 ضلعو کې به په دې کمپېن کې تر پینځه کلنۍ پورې 45 لکه (4.5) ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي. په پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي د څانګې مشر عبدالباسط وایي، د پولیو کمپاین په مهال به د کرونا وایرس د مخنیوي ځانګړی خیال ساتل کېږي:

"زموږ هر کارکوونکی به ماسک تړي او سنیټایزر به کاروي، چې یو ماشوم ته یې څاڅکي ورکړل دستي به لاس صفا کوي، ماشوم ته به زموږ کارکوونکی ګوتې نه وروړي او بوتل به د ماشوم خولې ته نه وروړي او د ټولو ټیمونو د کسانو معاینه به هر سهار کېږي که چا د کرونا نخښې لرلې پولیو کمپېن ته به نه لېږل کېږي".

عبدالباسط وایي د پولیو ضد کمپېن د ځنډېدو او د ګرمۍ له کبله په صوبه کې د پولیو د وایرس خپرېدو له کبله ماشومان په زیات خطر کې دي، وایي تمه لري د پولیو دغه کمپېن به یې کامیاب تر سره شي.

په پاکستان کې سږ کال د پولیو د لومړي ډول کېسونه 64 او د دویم ډول کېسونه 52 رپوټ شوې دي چې تر ټولو زیات یې په پښتونخوا کې دي، په دې صوبه کې تر اوسه د لومړي ډول پولیو 22 او د دویم ډول 42 پېښې رپوټ شوې دي.

په پاکستان کې د پولیو په ضد کمپېین د کرونا وایرس له کبله په تېره مارچ میاشت کې ځنډېدلی وو، چې د یونیسیف په وینا 50 میلینه ماشومان له دې ناروغۍ د ژغورنې له څاڅکو محرومه شوي وو خو په تېره جولای میاشت کې دا کمپاین بیرته پیل شو او اوس یې دویم پړاو تر سره کېږي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو لا په بشپړه توګه نه ده پکې ختمه شوې. په روان 2020م کال کې تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو 63 پېښې او په افغانستان کې 34 پېښې رپوټ شوې دي.

XS
SM
MD
LG