لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د ښځینه خبریالانو یوه ډله وایي واکمن تحریک انصاف یې پر سوشل مېډیا ځوروي


واشنګټن ــــ د پاکستان د ښځینه خبریالانو او مبصرینو یوې ډلې په یوه ګډ بیان کې دعوه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو پرله پسې ځورول کېږي چې وایي په دغو ځورونو کې واکمن تحریک انصاف ګوند هم برخه لري.

د بې پولې خبریالانو په نوم د خبریالانو د حقونو نړیوال تنظیم د پاکستان له ښځینه خبریالانو سره د همږغۍ اظهار کړی او په پاکستان کې یې د ښځینه خبریالانو د ځورونو د ختمېدو غوښتنه کړې ده.

د بې نظیر شاه په نوم یوې خبریالې په یوه ټویټ کې خپله دغه ګډ بیان خپور کړی چې شپاړس ښځینه خبریالانو او مبصرینو لاسلیک کړی او پکې ویل شوي چې آنلاین ځورونو دوی ته خپل کار ګران کړی او د دوی د اظهار ازادۍ ته یې خطر پېښ کړی دی.

په بیان کې ویل شوي "د دغو بریدونو هدف هغه ښځې دي چې مختلف نظرونه لري او یا یې د تحریک انصاف پر حکومت یا د حکومت د کرونا وایرس پر تګلاره تنقیدي رپوټونه جوړ کړي دي".

په بیان کې دعوه شوې چې دغه آنلان بریدونه "د حکومتي چارواکو په هڅونه کېږي او بیا د ګڼ شمېر ټویټر اکاونټونو له لارې خپرېږي، چې له واکمن ګوند سره یې تړاو په ښکاره کوي".

ښځینه خبریالانو او څېړونکو دعوه کړې چې دوی د یوه منظم کمپېن له لارې وېرول کېږي، بدنامه کېږي او شخصي معلومات یې له عامو خلکو سره شریکېږي، وایي داسې مثالونه هم شته چې د دوی عکسونه او ویډیوګانې مسخ کېږي.

دې بیان ته په جواب کې د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري‌ ویلي، د ښځینه خبریالانو په نخښه کول او د دوی په ضد سپکې خبرې کول د پرېشانۍ وړ او ناقابل قبول عمل دی.

خو د اطلاعاتو او نشریاتو په اړه د سېنټ د قایمه کمېټۍ مشر او د تحریک انصاف ګوند سنېټر فیصل جاوید خان بیا د ښځینه خبریالانو له خوا پر واکمن ګوند لګېدلي تورونه رد کړي او وایي ګوند یې د ټولنیزو رسنیو په اړه سخت قوانین لري چې وایي عمل کول یې د مشرانو او د کارکنانو ذمه واري ده.

په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونه پر ښځینه خبریالانو د آنلاین بریدونو او د دوی د ځورونو غندنه کړې ده او له حکومته یې د برید کوونکو او د دوی تر شا د لاس لرونکو کسانو په ضد د قانوني کاروایۍ غوښتنه کړې ده.

په دغو ښځینه خبریالانو او مبصرینو کې د محمل سرفراز، بېنظیر شاه، عمبر شمسي، زیب النسا برکي، رمشا جهانګیر، عاصمه شېرازي، عایشه بخش، غریده فاروقي، الینا فاروق، عالیه چغتایي، ریما عمر، نذرانه یوسفزۍ، تنزیلا مظهر، منیزه جهانګیر، فرحت جاوید او آیمه کهوسه نومونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG