لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د افغانستان دا خبره ردوي چې وایي پر "ډیورنډ کرښه" په غیرقانوني توګه اغزن تار لګوي


واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت هغه خبره رد کړې ده چې وایي د پاکستان پوځ پر "ډیورنډ کرښه غیرقانوني اغزن تار" لګوي او وایي دوی د تار نړیوالو قوانینو ته په پام د "شدیدو امنیتي اندېښنې" په خاطر لګولی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت نوي ویاند زاهد حفیظ چوهدري نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې له افغانستان سره پر خپله ګډه پوله لګولی اغزن تار یې له تجاوز پرته له نړیوالو معیارونو سره سم دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ ویلي وو، چې د پاکستان پوځ له ډیورنډ کرښې سره غیرقانوني اغزن تار لګوي او د دې په ضد یې له سفارتي لارې احتجاج کړی او پاکستان ته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد طلوع نیوز ته ویلي وو "هر هغه اقدام چې د پاکستان له خوا شوی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې په اړه په اسلام اباد کې د افغان سفارت او په کابل کې د پاکستان سفارت له لارې د دې هېواد خارجه وزارت ته احتجاج کړی دی".

د پاکستان او افغانستان د چارو سیاسي څېړونکی طاهر خان وایي، د ډیورنډ کرښې موضوع تر هغه وخته نه شي حل کېدای تر څو دواړه هېوادونه سره کښېنستي نه وي او د دې یو همېشنی حل یې نه وی را ایستلی:

"پاکستان چې په ۲۰۱۷م کال کې د اغزن تار کار شروع کړ هغه وخت هم افغانستان ورباندې اعتراض کړی وو، افغانستان بیا بیا دا خبره کوي چې هغوی ورته فرضي کرښه وایي او پاکستان نړیواله پوله وایي، که دواړه غاړې یوه فیصله ونه کړي دا شخړه به روانه وي".

د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار هم طلوع نیوز ته ویلي وو، چې پاکستان اغزن تار په "چالاکۍ" لګولی او دعوه کوي چې پاکستان غواړي ځینې افغان سیمې ونیسي په غبرګون کې یې دوی هم ځینې سیمې نیولې چې له کبله یې نښتې شوې خو وایي بیا بیرته دواړو غونډې کړې او شخړه یې حل کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري دا هم ویلي، چې افغان لوري ته د سرحدي مسئلو په اړه به د اړوندو ادارو د اصولو له لارې هر ډول غلط فهمۍ لرې کړل شي. وایي پاکستان د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او د ملګرو ملتونو له اصولونو سره سم له ورور هېواد سره خپلې اړیکې پر مخ بیایي.

پر "ډیورنډ کرښه" د اغزن تار په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ دا خبرې په داسې وخت کې تبادله شوې دي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په اړه بین الافغاني خبرې په څو ورځو کې پیلېدونکې دي، سیاسي څېړونکي وایي دواړه هېوادونه باید په دې وخت کې له دې موضوع ډډه وکړي ځکه چې وایي دا به د سولې پر خبرو منفي اغېز ولري.

XS
SM
MD
LG