لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا وايي غواړي چې د پاکستان سره دوه اړخيزه همکاري پياوړي کړي


د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي امريکا سترګې په لار ده چې د پاکستان سره د سوداګرۍ او بنيادي آزادۍ د ساتنې په لړ کې دوه اړخيزه همکاري پياوړې کړي.

د سويلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د آزادۍ د ورځې په ورځ مناسبت بيان کې ويلي،

امریکا په راتلونکو کلونو کې د پاکستان سره د سوداګرۍ او بنیادي آزادۍ د ساتنې په برخه کې د دوه اړخيزه همکارۍ غځولو او پیاوړي کولو ته سترګې په لار ده.

امریکې ويلي د 70 کالو نه په زياته موده کې امریکا او پاکستان د سخت اهميت وړ مسلو باندې په ګډه کار کړی دی.

په امريکايي بيان کې ويل شوي تېر کال، د چېلنجونو باوجود مونږ (امریکا او پاکستان) د افغان سولې په عمل کې د پام وړ پرمختګ کړی، او د صحت او اقتصادي همکارۍ په لړ کې د کرونا وبا په مهال چې د خلکو ژوند وژغول شي هم پرمختګ شوی دی.

امریکې د خپل حکومت او خلکو په استازيتوب پاکستان ته د آزادۍ د ورځې په نمانځلو اومبارکي ويلې ده.

پاکستان پرون په 14 اګست د خپلې آزادۍ 73م کليزه نمانځلې ده.

يوه اوونۍ وړاندې هم د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې کړې وې.

په دغو خبرو کې پمپيو او قرېشي د افغانستان د روغې په عمل کې د امریکا او پاکستان د همکارۍ په ارزښت او سيمه ييز ثبات سره په څو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.

امریکا د کال 1947 څخه چې پاکستان آزادي ترلاسه کړې، سفارتي اړيکې لري.

د امریکې د بهرنيو چارو د سويلي اسيا څانګه وايي امریکا د پاکستان سره په ګڼو برخو کې اړيکې لري چې پکې د ترهګرۍ پرضد مبارزه، توانايي، سوداګري او پانګونې شامل دي.

XS
SM
MD
LG