لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان سولې د مذاکراتي ډلې غړې فوزیه کوفي له مرګوني بریده ژوندۍ وتلې


واشنګټن ــــ افغان چارواکي وایي له طالبانو سره د سولې د مذاکراتې ډلې پر غړې او د ښځو د حقونو پر مبارزې مشهورې افغان سیاستوالې فوزیه کوفي باندې وسلوال برید شوی چې هغه پکې برسېرنه ټپي شوې ده. ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو یې غندنه کړې.

د افغان سولې د 21 کسیزې مذاکرتي ډلې مشر معصوم ستانیکزی وایي، فوزیه کوفي د جمعې په ماښام له شمالي ولایت پروان څخه کابل ته ستنېده چې په قره باغ سیمه کې وسلوال ورته پټ وو او د هغې پر موټر یې ډزې کړې دي.

ښاغلي معصوم ستانیکزي په یوه ټویټ کې لیکلي "د مېرمن کوفي روغتیایي حالت ډېر ښه دی او د پرېشانۍ خبره نه شته".

معصوم ستانیکزي ویلي امنیتي ادارې د دې پېښې پلټنه کوي چې وایي په اړه به یې معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا برید په دوی پورې اړه نه لري.

افغان ولسمشر اشرف غني پر فوزیه کوفي برید یو "ډارن" عمل بللی دی. د حکومت ویاند صدیق صدیقي ویلي، ولسمشر غني د موجِ تحول افغانستان ګوند پر مشرې فوزیې کوفي برید غندلی او د هغه له خولې یې لیکلي:

"پر افغان مېرمنو بزدلانه بریدونه به د افغانستان د نولس کلنو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره د هغوی د هدفمندو کوښښونو مانع نه شي".

د افغانستان د سولې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په یوه ټویټ کې ویلي "پر مېرمن کوفي مرګونی برید په کلکه غندم او له حکومته غواړم بریدکوونکي دې معلوم کړي او و دې یې نیسي".

د موجِ تحول افغانستان [د افغانستان د بدلون څپه] ګوند مشره فوزیه کوفي لومړنۍ افغانه مېرمن ده چې د افغانستان د پارلمان مرستیاله سپیکره اوسېدلې او پر طالبانو د ښکاره تنقید کوونکې په توګه پېژندل کېږي، له همدې کبله تر دې مخکې هم څو واره مرګوني بریدونه ورباندې شوي چې دا ترې ژوندۍ وتلې ده.

پر فوزیه کوفي دا برید په داسې وخت کې شوی چې د ملګرو ملتونو د رپورټرانو یوې ډلې د جمعې په ورځ‌ په یوه ګډ بیان کې له افغان چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو د دفاع کوونکو د وژنو د مخنیوي لپاره پر وخت غوڅ ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG