لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فرانس، افغانستان ته:  هغه طالبان دې نه خوشي کوي چې د فرانسيانو په وژنه سزاوار شوي


فرانس د افغانستان نه غوښتي د طالبانو خوشي کولو په تړون کې دې هغه طالب جنګيالي دې نه خوشي کوي چې د فرانس د وګړو په وژنه سزاوار شوي دي، دغه خبر رويټرز خبري ادارې ورکړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په مياشت کې د سولې د موافقنامې د تړون لاندې په 5000 طالب بنديوانو کې افغان حکومت د 4000 څخه زيات طالب بنديوان خوشي کړي، خو افغان ولسمشر اشرف غني ويلي ؤ د هغو 400 طالب بنديوانو خوشي کولو صلاحيت نه لري څوک چې په سختو جرمونو کې ککړ پاتې شوي دي.

خو په وروستيو کې افغان حکومت په کابل کې د سولې لويه مشورتي جرګه رابللې چې د دغو طالب بنديوانو د خوشي کولو پرېکړه وکړي او اشرف غني بیا د دغو طالب بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی ؤ.

امریکې د سولې دپاره د لويې مشورتي جرګې د رابللو ستاينه کړې وه.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي د لويې جرګې اعلامیې او د افغان ولسمشر اشرف غني د پاتې بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کولو پرېکړې ته زړور ګام ويلي ؤ.

د فرانس د بهرنيو چارو وزارت ویلي، فرانس په ځانګړي ډول د هغو کسانو په خوشي کولو اندېښنه لري چې په افغانستان کې د فرانس د وګړو د وژنو په ترهګرۍ کې سزاوار شوي دي.

وزارت ویلي، دوی په رسمي توګه د دغو سزاوارو د خوشي کولو مخالفت کوي څوک چې د فرانسي وګړو او په ځانګړي ډول د سرتيرو او بشري حقونو پرضد په جرمونو کې سزاوار شوي دي.

د افغان ولسمشر د 400 طالبانو د خوشي کولو د پرېکړې وروسته داسې ويل کېده چې بېن الافغاني مذاکرات به ورسره پېل شي.

خو ځینې راپورونه وايي د 80 بنديوانو د خوشي کولو وروسته د نورو بنديوانو د خوشي کولو لړۍ ودرول شوې ده.

طالبانو ویلي دوی 1005 حکومتي سرتيري خوشي کړي حکومت دې د 5000 طالب بنديوانو خوشي کولو پروسه بشپړه کړي، دوی د لوی اختر نه وروسته خبرو ته تیار دي.

XS
SM
MD
LG