لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څو پورې طالبانو حکومتي سرتيري نه وي خوشي کړي، 320 بندیوان يې نه پرېږدو، صديقي


د افغانستان د ولسمشر ویاند ويلي، څو پورې چې طالبانو حکومتي سرتيري نه وي خوشي کړي حکومت د طالبانو نور 320 بنديوان نه پرېږدي.

ای پي خبري ادارې د ګل/ دوشنبې په ورځ د صديق صديقي له قوله ويلي،

"مونږ دوی (طالبان) خوشي کوو په دې کومه مسله نشته خو دا کار به دوه اړخيزه وي. که چرته مونږ زړور ګام پورته کوو ټول طالبان خوشي کوو، دا ټول ناکاره خلک، خو طالبان زمونږ بنديوان نه خوشي کوي، کوم چې په ډېره کمه شمېره کې دي".

د راپورونو ترمخه صديقي پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې هم ويلي پکار ده چې طالبان هم حکومتي بنديوان راخوشي کړي او د سولې د خبرو په وړاندې دا خنډ هم لرې شي.

د فرورۍ په مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په موافقنامه کې ويل شوي ؤ چې افغان حکومت به 5000 طالب بنديوان او طالبان به 1000 تنه افغان امنيتي حکومتي سرتيري خوشي کوي.

ويل شوي ؤ د بنديوانو د خوشي کېدو سره سم به د مارچ په مياشت کې بېن الافغاني خبرې پېل شي خو د 400 بنديوانو له امله دا خبرې د ځنډ ښکار وې، خو اوس افغان ولسمشر اشرف غني د لويې مشورتې جرګې وروسته د دغو بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی دی.

او افغان حکومت ويلي د 400 طالب بنديوانو څخه يې 80 تنه خوشي کړي هم دي.

ويل کېده چې د طالبانو د بنديوانو د خوشي کېدو سره به روانه اوونۍ بېن الافغاني خبرې پېل شي.

بل لور ته طالبانو د تېرې جولايۍ د مياشتې په وروستۍ نېټه د 1005 افغان حکومتي سرتيري او کار کوونکو د خوشي کولو ويلي ؤ چې دغه عمل يې بشپړ کړو.

XS
SM
MD
LG