لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا: په ټريفکي پېښو کې لږ تر لږه 11 تنه مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په دوه ضلعو کې په دوه ټريفکي پېښو کې لږ تر لږه 11 کسان مړه شوي او څو نور ژوبل شوي دي.

دا دواړه پېښې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ يوه د پېښور سره نزدې په پبو علاقه او بله په بونېر ضلع کې مخې ته راغلې ده.

په پبو کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د ژغورنې ادارې ریسکيو 1122 ترمخه دغه پېښه په موټر وی د کېمپ کورونو سره شوې او د مسافرو بس د سړک نه لاندې غورځېدلی دی.

د ژغورنې د ادارې په وېنا په پېښه کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

ويل شوي په پېښه کې ژوبل کسان د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي.

د ټرېفک بله پېښه په بونېر ضلع کې شوې او د چغرزو په غريئزه علاقه کې د سورلو ګاډي لوېدلی دی.

د چغرزو د ګلبانډۍ تاڼې پوليس مشر داؤدشاه وي او ای ډيوه ته د پېښې په اړه وويل د ابتدايي مالوماتو ترمخه په پېښه کې اووه تنه مړه شوي چې پکې درې ښځې، دوه سړي او درې ماشومان مړه شوي دي.

هغه وويل په پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د داؤدشاه په وېنا د پلټنو وروسته به کره مالومات وشي خو د هغه په نظر ښکاري چې د ګاډي د ډرائيور د کوتاهۍ له امله ګاډی ګوزار شوی دی،

د پاکستان په زياترو برخو او بيا په غرئيزو علاقو کې وخت په وخت د غه ډول ټرېفکي پېښې مخې ته راځي.

چارواکي وايي دغه ‌ډول پېښې زياتره د ډرائيورانو د بې پرواهۍ له امله کيږي چې تېز رفتاري کوي او په ګاډو کې د حساب نه زیات خلک کښېنوي يا وزن باروي، او د قانون سرغړونه کوي.

خو دلته بیا د سړکونو په خرابوالي هم ټکونه کیږي چې د سړکونو د خرابوالي له امله ټريفکي پېښې کیږي.

XS
SM
MD
LG