لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي د سعودي عرب سره د پاکستان اړيکې سمې دي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي د سعودي عرب سره د پاکستان اړيکې سمې دي، نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب سفر کړی دی.

عمران خان د (دنيا نيوز) ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي، سعودي عرب يې قوي اتحادي دی او تل يې په مشکل وخت کې د پاکستان مرسته کړې ده، او د سعودي عرب سره د اړيکو خرابېدو خبره بيخي غلطه ده.

"زمونږ د سعودي عرب سره ښې اړیکې دي د سعودي عرب سره مو رابطې دي، د کشمیر په مسله چې د سعودي عرب سره خبره ده نو هغه د هر چا خپله پاليسي وي".

د پاکستان د پوځ مشر په داسې وخت کې د سعودي عرب سفر کړی چې ويل کيږي د پاکستان او سعودي عرب اړيکې ترينګلې شوي دي.

پاکستان د سعودي عرب نه غوښتي چې د کشمیر په مسله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه راوبلي او سعودي عرب د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د روانې میاشتې په سر کې يو شخصي ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي ؤ، که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسئله مخکې تګ وکړي او زياته کړې يې وه که او ای سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

وروسته سعودي عرب د پاکستان نه خپل قرض يو ارب ډالره بيرته اخستي، او ويل کيږي د نورو دوه اربه ډالره بيرته اخستو يې ورته ويلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي ؤ د جنرل قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب سفر د وړاندې نه ټاکل شوی ؤ، او پوځي وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي ؤ د سعودي عرب سره يې اړيکې تاريخي دي.

پوځ پرون ويلي جنرل باجوه د سعودي عرب د دفاع د مرستيال وزير خالد بن سلمان سره ليدلي او د دوه اړخيزه اړيکو چې پکې د دفاع، امنيتي همکارۍ او سيمه ييز امنيت موضوعات شامل ؤ خبرې اترې کړي دي.

عمران خان د بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو په خبره کې ويلي امریکا به پاکستان کارولو چې په افغانستان کې ورله جګړه وګټي او که به مو ورله څه نه کول مرستې به يې بندولې، نن پاکستان د افغانستان د سولې په خبرو کې همکار دی.

هغه زياته کړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي ته ټیليفون کړی چې پاکستان يې د افغانستان د سولې په لړ کې مرسته کړې.

د متحده عرب اماراتو د اسرايل سره د اړيکو جوړولو ته پاکستان ته په کوم نظر ګوري؟، دې پوښتنې ته په ځواب کې هغه وويل، د پاکستان دریځ په دغه اړه ډاګيز دی او قايداعظم په 1948 کې ويلي ؤ چې مونږ اسرايل کله هم نه شو منلی څو پورې چې فلسطينانو ته د هغو حق نه وي ورکړی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG