د امریکايي ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ څو پېسې نوره غورځېدلې چې په اړه يې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د دې علت د سعودي عرب د پاکستان نه خپلې پېسې بيرته اخستل او د اړيکو تاؤ تريخوالی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په پاکستان قرضونه سېوا شوي او په داسې کې د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ د تاؤ تريخوالي له امله سعودي عرب د پاکستان نه يو ارب ډالره قرض هم بیرته واخستو، او ويل کيږي چې ښايي سعودي عرب د پاکستان نه خپل نور دوه اربه ډالره قرض هو بيرته وغواړي او درېو کالو پورې په قرضو پېسو پاکستان ته د تېلو ورکولو تړون هم ودرول شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي سعودي عرب د پاکستان نه يو ارب ډالره قرض بيرته واخستو او دغه پېسې پاکستان د چين نه اخستې وې خو په پاکستان بهرنۍ قرضې د 100 اربو ډالرو نه سېوا شوي دي.
نوموړی زياتوي اوس هم په پاکستان کې خيال کيږي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب سفر کړی او د پاکستان سره به د سعودي عرب اړيکې بيرته مثبت لوري ته لاړې شي ځکه يې دلته په مارکيټ ډېرې اغېزې نه ښکاري.
هغه وويل که په مينځ کې دا تمه نه وی د روپۍ په مقابله کې به ډالر ډېر بره تلی او په هر څه به يې ښکاره اثر ليدل شوی ؤ.
په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر په مقابله کې به روپۍ هله ښه کيږي کله چې په پاکستان قرضونه راکم شي.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل که د سعودي عرب سره د درېو اربه ډالرو د قرضو د تېلو تړون په ځای شي نو په پاکستانۍ روپۍ به فشار راکم شي.
هغه زیاته کړه د تړون د ځنډېدو سره په پاکستان د مياشتې په حساب 500 ملينه ډالره بوج سېوا شوی دی.
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي د پاکستان اقتصاد چې د وړاندې نه د فشار سره مخ دی د ډېر بوج اوچتولو توان نه لري او چې د سعودي عرب په څېر ملک ترې لاس اخلي ډېر زور ورته رسي.
خو پوهان او حکومتي چارواکي وايي په ځانګړي ډول د سعودي عرب سره د پاکستان اړيکې که يو لور ته په خپل ځای مهمې دي نو بل لور ته د دې دواړو هېوادونو د يو بل نه ځينې مجبورۍ هم دي د کوم له سببه چې دوی دواړه هېوادونه په اسانۍ سره د يو بل څخه نه شوکېدلی.
په وروستيو کې د پاکستان او سعودي عرب اړيکې د هغې نه پس ترينګلې شوي چې پاکستان په سعودي عرب غږ کړی چې د کشمیر په مسله دې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه راوبلي کنه پاکستان به بيا ګوري چې د دغه تنظيم برخه پاتې شي که نه شي.
خو سعودي عرب د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې او د او ايي سي غونډه يې نه ده رابللې.
له دغې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه د سعودي عرب سفر کړی راپورونه وايي جنرل باجوه د سعودي عرب سره د اړیکو ښه کولو دپاره تللی خو پوځ ويلي د پوځي مشر د سعودي عرب سفر د مخکې نه ټاکل شوی ؤ.