لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرايل د استخباراتي ادارې مشر د متحده عرب اماراتو سفر کړی


راپورونه وايي د اسرايل د استخباراتي ادارې (موساد) د متحده عرب اماراتو سفر کړی دی، نوموړی دا سفر په داسې حال کې کړی چې د دواړو هېوادونو د اړيکو جوړېدو د خبر لا اوونۍ نه ده پوره شوې.

د تېر زیارت/ پنجشنبې په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د متحده عرب اماراتو او اسرايل د سفارتي اړيکو جوړېدو خبر ورکړی ؤ.

د ای اېف پي خبري ادارې د خبر ترمخه يوسي کوهن د متحده عرب اماراتو د ملي امنيت د سلاکار شېخ طحنون بن زېد النحيان سره د امنيت په برخه کې د همکارۍ او سيمې د پرمختيا په اړه خبرې اترې کړي دي.

د متحده عرب اماراتو او اسرايل ترمنځ د اړیکو جوړېدو وروسته دا د اسرايل د کوم چارواکي لومړی سفر دی چې متحده عرب اماراتو ته يې کړی دی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو د اړيکو جوړېدو خبر ورکړی ؤ.

د متحده عرب اماراتو نه وړاندې مصر او اردن د اسرايل سره سفارتي اړيکې لرلې.

د اماراتو، اسرایلو او امریکا لخوا په ګډې اعلامیې کې راغلي دي، چې پلاوي به يې په راتلونکو څو اونیو کې سره کښیني او د مستقیمو پروازونو، امنیت، مخابراتو، انرژۍ، سیلګرۍ او روغتیايي خدماتو کې به له یو بل سره تړونونه لاسلیک کړي.‌

متحده عرب امارات چې لومړی خليجي هېواد دی چې د اسرايل سره يې اړيکې جوړې کړي دي.

راپورونه د اسرايل د استخباراتي ادارې د وزير له قوله وايي کېدی شي چې بحرېن او عمان هم د اسرايل سره د اړيکو جوړولو په لړ کې د متحده عرب اماراتو په لاره لاړ شي.

فلسطین د متحده عرب اماراتو او اسرايل د اړيکو جوړېدو تړون رد کړی، ايران دې تړون ته خطرناک او ناجايزه ویلي او ترکي دغه کار ته د عرب اماراتو منافقانه رويه ويلې وه.

پاکستان ویلي د عرب اماراتو او اسرايل د سفارتي اړيکو د تړون پرمختګ به په راتلونکې سختې نتيجې ولري او وزیراعظم عمران خان ويلي قايداعظم ويلي ؤ چې څو پورې چې اسرايل د فلسطين حقونه نه وي منلي پاکستان نه شي کولی چې اسرايل تسليم کړي.

خو مصر، اردن او عمان د متحده عرب اماراتو او اسرايل د اړيکو جوړېدو د ګام هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG