لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي: له فلسطینیانو سره د امن له تړون پرته له اسرایلو سره اړیکې نه شو جوړولای


واشنګټن ــــ سعودي عرب وایي د متحده عربي اماراتو پر لاره نه ځي او تر څو چې اسرایلو له فلسطینیانو سره د سولې نړیوال تړون نه وي لاسلیک کړی تر هغه وخته پورې سفارتي اړیکې ورسره نه شي جوړولای.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود د جرمني په پایتخت برلن کې له خبریالانو سره په خبرو کې په لومړي ځل د متحده عرب اماراتو او اسرایلو پر سفارتي تړون خبرې وکړې او ویې ویل:

"د اړیکو تر سمولو مخکې باید د نړیوال تړون له مخې د شرط په توګه له فلسطینیانو سره سوله وشي".

د اسرایلو او متحده عرب اماراتو تر منځ‌ سفارتي تړون د امریکې په منځګړتوب شوی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې د اګست پر دیارلسمه اعلان وکړ، چې ترکي، ایران او پاکستان یې مخالفت کړی دی.

د سعودي خارجه وزیر فیصل فرحان له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره په ګډه خبري غونډه کې د اسرایلو پر "یواړخیزو پالیسیو" نیوکه وکړه او ویې ویل په نیول شوي ویسټ بېنک (لوېدیځه غاړه) کې د اسرایلو د انضمام او ودانۍ کارونه د دوو هېوادونو د حل لپاره غیرقانوني او تاواني دي.

تر دې وړاندې داسې اټکل کېده چې کېدای شي سعودي عرب د امریکې تر فشار لاندې د متحده عرب اماراتو لار ونیسي او له اسرایلو سره اړیکې سمې کړې.

د امریکا د ولسمشر زوم جېرډ کوشنر د ګل- دوشنبې په ورځ ټینګار کړی وو، دا به د سعودي په ګټه وي چې له اسرایلو سره سفارتي اړیکې جوړې کړي.

د اسرایلو وزیراعظم بنجامین نتنیاهو هم د ګل- دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو، چې له عرب اماراتو سره د سفارتي اړیکو تر فعاله کېدو وروسته په لومړي قدم کې غواړي چې پر سعودي عربستان پاس له عرب اماراتو سره هوایي لاره پرانیزي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د نهې- سه شنبې په ورځ له یوه شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې ویلي وو، اسرایل به تر هغه وخت د ریاست په توګه ونه مني چې تر څو یې د فلسطین خپلواکي نه وي منلې.

له سعودي، ترکي او پاکستان پرته ایران هم له اسرایلو سره د متحده عربي اماراتو پر سفارتي تړون اندېښنه څرګنده کړې وه. ایراني ولسمشر حسن روحاني د اګست پر شپاړسمه له اسرایلو سره تړون د عرب اماراتو "لویه غلطي" او دا یې له فلسطینیانو سره خیانت او غداري بللې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG