لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: هغه وکیل مو نیولی چې په پېښور عدالت کې یې هلک ته د ملزم وژلو لپاره توپنچه ورکړې


واشنګټن ــــ په پېښور کې پولیسو یو وکیل نیولی چې ورباندې تور لګېږي په عدالت کې یې د فیصل خالد په نوم ځوان ته توپنچه ورکړې وه او هغه ورباندې مذهب ته په سپکاوي تورن تن په ډزو وژلی وو.

د پېښور د پولیسو یو پلټونکی افسر لال زاده اې ایف پي‌ خبري ایجنسۍ ته ویلي، یو جونېر وکیل یې د نهې- سه شنبې په ورځ د طاهر نسیم په وژنه تورن تن ته په عدالت کې د توپنچې ورکولو په تور نیولی دی:

"[وکیل] په ترهګرۍ ضد عدالت کې قاضي ته وړاندې کړل شوی، چې بیا د نورو پلټنو لپاره پولیسو ته په درې ورځني ریمانډ سپارل شوی دی". پاکستاني رسنیو د دغه نیول شوي وکیل نوم طفېل ضیا ښودلی دی.

طاهر احمد نسیم دوه کاله مخکې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی وو او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه، خو د جولای په 29مه چې هغه عدالت ته د اورېدنې لپاره ورغلی وو، یو ځوان ناڅاپه د عدالت کمرې ته ور ننووت او هغه یې په ډزو و واژه.

طاهر نسیم پاکستاني نسله امریکایي وګړی وو. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان ټینګار کړی وو چې د نوموړي‌ په مقدمه کې ګامونه واخلي او د مذهب د سپکاوي په قانون کې بدلون راولي.

پولیس چارواکي وایي‌ د فیصل خالد په نوم اوولس کلن ځوان، چې د احمدي فرقې د طاهر نسیم د وژنې اقرار یې کړی، په پلټنو کې ورته منلې ده چې ده ته توپنچه په عدالت کې یوه وکیل ورکړې وه.

د طاهر نسیم په وژنه د تورن د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ‌ عدالت خپل ضمانت بیرته اخیستی. وکیلانو یې ویلي مؤکل یې نه غوښتل د ضمانت د درخواست پیروي وکړي او یواځې په دې کې دلچسپي لري‌ چې مقدمه یې ژر پر مخ لاړه شي.

عدالت بیا سرکاري وکیل ته امر کړی وو چې د تورن تن په اړه وروستی رسمي الزام یا فردِ جرم په لسو ورځو کې دننه له عدالت سره جمع کړي چې مقدمه پیل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG