لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا په ایران د ۲۰۰۶ کال د بندیزونو بېرته لګېدل غواړي


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پمپیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه ملګرومتلونو ته خبر ورکړ چې امریکا په ایران باندې د ۲۰۰۶ کال د ټولو نړیوالو بندیزونو بېرته لګېدل غواړي.‌

پمپیو په ملګروملتونو کې خبریالانو ته وویل، "زمونږ پیغام ډېر ډېر اسانه او ساده دی."

هغه وړاندې وویل، "امریکا به هېڅکله په نړۍ کې د ترهګرو ستر تمویلونکی هېواد پرې نږدي چې په ازاده توګه الوتکې، ټانکونه، توغندي او نور جګړیزې وسلې واخلي او وپلوري. د ملګروملتونه بندیزونه به د وسلو بندیزونو ته دوام ورکړي."

ښاغلي‌ پمپیو وړاندې وویل،‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه اداره هغه افسانه له پامه غورځولې چې ایران یواځې سولیز اټومي پروګرام غواړي.

"مونږ به هېڅکله د ایران اسلامي جمهوریت دې ته پرې نږدو چې اټومي وسلې ولري."

د یو بل راپور له مخې، د امریکا حکومت په عربي متحده اماراتو کې مېشتو هغو دوو کمپنیو باندې نوي بندیزونه ولګول کومو چې د ایران تر ټولو لوی هوايي شرکت سره د اړینو توکو په برابرولو کې مرسته کوي.‌

د امریکا د خزانې وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، پاردیا کارګو او ډیلټا پارټس کمپنیو کمپنیو دایران د مېهن هوايي شرکت سره چې د امرکیا لخوا د بندیزونو په لست کې ده د پرزو او لوجیستیک په برخه کې مرسته کوله.

د امریکا د خزانې وزارت همدارنګه په اماراتو کې په مېشت ایراني تبعه امین مهدوي باندې چې د پاردیا کارګو کمپنۍ خاوند دی هم بندیزونه لګولي دي.

د خزانې وزیر سټیفن منوچن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، چې "د ایران رژیم له میهن اېر څخه په نړۍ کې خپله د بې ثباتۍ اجندا د خپرولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې په هغو کې د سوریې فاسد رژیم، وینزوېلا او په منځني ختیځ کې ترهګرې ډلې هم شاملې دي."

د خزانې وزیر سټیفن منوچن په بیان کې وړاندې ویلي، چې "امریکا به د هغه چا په وړاندې ګامونه پورته کړي څوک چې ددې اېرلاین ملاتړ کوي."

د خزانې وزارت وايي، پردیا کارګو او ډیلټا پارټ سپلای کمپنیو له میهن اېر سره مرسته کړې ده چې د تهران د ویجاړونکې اجندا په ملاتړ فعالیتونه وکړي چې په هغو کې سوریې ته د بشار الاسد د رژیم په ملاتړ د ترهګرو او وژونکو وسلو انتقال هم شامل دی.

ایران په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د کورنیو جګړو د پیل راهیسې د اسد د رژیم ستر ملاتړ کونکی دی.

XS
SM
MD
LG