لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاه محمود قرېشي چين ته تللی، سفر ته يې ډېر مهم ويلي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د چين په سفر تللی او د تلو نه وړاندې يې په خپله دغه سفر ته ډېر مهم ويلي دي.

د چين د سفرنه وړاندې نوموړي پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په خپله يو ويډيوي بيان کې ويلي،

"زه په يوه مختصر دوه ورځني ډېر مهم سفر چين ته روانېږم، د وزيراعظم سره مې په دې سفر خبرې شوي او زما پلاوی به په دې سفر کې د پاکستان د سياسي او پوځي سوچ عکاسي کوي او هيله لرم چې د وانګ يې (د چين د بهرنيو چارو وزير) سره ليدنه يې د دواړو ملکونو دپاره ګټوره وي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په داسې وخت کې د چین سفر کوي چې په وروستيو کې پاکستان د چين نه يو ارب ډالره اخستي او سعودي عرب ته يې ورکړي وو.

شاه محمود قرېشي په پينځم اګست د پاکستان د يو شخصي ټيلي ويژن (ای ار وايي) سره په خبرو کې ويلي ؤ، "د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي اسي) ته د یو کال نه خواست کوي چې په کشمیر او فلسطين کې ظلم کيږي او ايي سي غلې ده".

هغه ويلي "هغه او ايي سي ته خواست کوي که غونډه نه شي رابللی هغه به مجبورا خپله وزيراعظم ته اووايي چې هاغه مسلمان ملکونه چې زمونږ سره د کشمیر په مسله ودرېدل غواړي د هغو غونډه دې راوبلي که د او ايي سي په فورم وي يا نه وي، نن او ايي سي ته فېصله کول دي چې د پاکستان سره په دې مسله ملګرتيا کوي که نه کوي او وخت راغلی دی چې او ايي سي دا خبره په ډاګه کړي".

د سعودي عرب په مشرۍ "د او ايي سي د غونډې رابللو غوښتنه کوي خو که داسې ونه کړی شو نو زه به عمران خان ته اووېم نور انتظار نه شو کولی مخکې به ځو، که د سعودي عرب سره وي او که د سعودي عرب نه بغېر وي".

له دغې وروسته سعودي عرب د پاکستان نه په خپل درې اربه ډالره قرضو پېسو کې يو ارب ډالره بيرته اخستي وو.

او د هغې نه پس د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب سفر کړی ؤ، په مطبوعاتو داسې ويل کېده چې جنرل باجوه د سعودي عرب سره د اړيکو ښه کولو دپاره دا سفر کوي.

خو د پوځ وياند ويلي ؤ د جنرل باجوه دا سفر د وړاندې نه ټاکلی ؤ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د 20 او 21 اګست په سفر کې د شاه محمود قرېشي سره د لوړ پوړو چارواکو پلاوی ملتيا کوي.

په بيان کې ويل شوي دا د دواړو ملکونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ دوېمه سټراټیجيکي ليدنه ده، له دې وړاندې د مارچ په مياشت کې سټراټیجیک ليده کاته شوي ؤ.

ويل شوي په دې ليدنه کې به دواړه فريقه د کرونا وبا په اړه د مرستو سره د سيمې او نړۍ د مسلو سره د دوه اړخيزه ګټو په موضوعاتو بحث کوي.

XS
SM
MD
LG