لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت د شمالي وزیرستان د کډوالو د مرستو دپاره روپۍ جاري کړي خو کډوال بيرته ستنېدل غواړي


د پاکستان په قبايلي ضلعو کې د افتونوپه وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) ويلي حکومت د شمالي وزیرستان د کډوالو د مرستو په لړ کې 18کروړه 27لکه روپۍ جاري کړي خو کډوال وايي پکار ده چې د دوی سره د مرستو په ځای دې دوی بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

د پي ډي اېم ای ترمخه تازه چې کومې پېسې ورکړی شوي دا هاغه پېسې دي چې د کډوالو کورنیو ته د مياشتې په سر 12 زره روپۍ ورکړی کیږي چې دوی پرې خپل خرڅ خوراک وچلوي.

د پي ډي اېم ای په وېنا دا 72م ځل دی چې حکومت کډوالو ته پېسې جاري کوي.

خو د شمالي وزيرستان د کال 2014م د ضرب عضب پوځي عملیاتو په مهال کډوال شوي خلک وايي دوی د کډوالۍ ژوند نور ستړي کړي اود مرستو په ځای بيرته خپلو علاقو ته ستنېدل غواړي.

د بنو په بکاخېل کډوال کېمپ کې مېشت صبغت الله وايي، څلور کاله کډوالي يې په افغانستان کې کړې او چې کله دوی بيرته ستانه شو ورته ویل شوي ؤ چې بيرته به خپلو علاقو ته ستانه کړ ی شي خو دلته يې دوه کاله وشو چې د بيرته تللو ورته هيڅ نه دي ويل شوي.

هغه د حکومتي مرستو په اړه وايي يو خو ورته دا مرستې د وخت نه ډېر وروسته ورکړی کيږي او بل دا چې په خېمو کې ژوند يې سخت ګران دی په ګرمۍ کې يې ګرمي او په يخنۍ کې يې یخ سخت اغېزمنوي.

په شمالي وزيرستان کې د دته خېل تحصيل مېزر علاقې دا کډوال وايي دوی نور تنګ شوي او غواړي چې دوی بيرته خپلې علاقې ته ستانه کړی شي چې د خپلې خوښې ازاد ژوند وکړي.

يو بل کډوال چې شاکم نوميږي او د کډوالو د کېمپ نه بهر په بنو کې پاتې کيږي وايي د دوی سره هيڅ قسمه مرستې نه کیږي ځکه چې د دوی نوم ليکنه نه ده شوې.

هغه وايي سخت په تکليف کې ژوند تېروي، اول يې څه لږه ډېره خواري کوله خو د کرونا وبا له امله يې هغه خواري هم په ټپه ودرېدلې ده.

هغه دعوه کوي د دوی سره په نزدې پرتو ځايونو کې نورې درې زره کورنۍ داسې دي چې هغو ته هم حکومتي مرستې نه ترلاسه کیږي.

شاکم وايي نه د سر سيوری لري او نه د ژوند کومه بله بنيادي اسانتيا، او که حکومت د دوی سره کومه مرسته نه شي کولی دا ښېګړه دې ورسره وکړي چې بيرته يې خپلو علاقو ته ستانه کړي چې خپل پټي او کورونه اباد کړي او خپل ژوند وکړي.

خو د پي ډي اېم ای وياند احسان داړو وايي د دوی سره د شمالي وزيرستان د رجسټرډ کډوالو شمېره 15زره 229 ده او دا مرستې یواځې دوی ته ورکول کیږي.

هغه وويل کومو کسانو چې په وخت خپل اندراج نه ؤ کړی هغو ته مرستې نه ورکول کيږي.

احسان داوړ زياته کړه د کډوالو د مرستو پېسې سېوا کول او د نوي اندراج سره د کډوالو د بيرته ستنولو د کار واک د مرکزي حکومت په لاس کې دی چې مرکزي حکومت څنګه امر او لارښوونه کوي دوی هغه عملي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG