لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: په 47 کلونو کې جوبایډن هغه څه ونه کړل چې اوس ورباندې خبرې کوي


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د راتلونکو صدارتي انتخاباتو لپاره د خپل کمپېن په پیل کې پر خپل سیال امیدوار جوبایډن کلکې نیوکې کړې دي او وایي د کومو کارونو د کولو دعوې چې هغه اوس کوي پخپل ټول سیاسي ژوند کې یې نه دي کړي.

ولسمشر ټرمپ‌ پرون پر ټویټر لیکلي، "په 47 کلونو کې جوبایډن هغه څه ونه کړل چې اوس ورباندې ږغېږي، هغه به هیڅ بدل نه کړي، هسې خبرې کوي".

د ریپبلکن ګوند په استازیتوب د ولسمشر ټرمپ‌ څلورورځنی آنلاین ملي کنونشن به د راتلونکې ګل- دوشنبې په ورځ پیلېږي، خو هغه پرون لا د پینسلوېنیا ایالت په اولډفورج نومي ښار کې- چې د بایډن د هلکوالي ښار سکرېټن ته نیژدې دی- پخپله وینا کې د خپل ګوند له خوا پر ډیموکرېټ امیدوار د نیوکو پېشبینۍ وکړې.

ولسمشر ټرمپ خپلو پلویانو ته وویل "که تاسې د بایډن په ولسمشرۍ کې خپل ژوند لیدل غواړئ نو په مینیاپولس ښار کې د سوځېدونکو ودانیو، په پورټلېنډ کې د خونړیو پېښو او د شکاګو په وینو لړلې لارې در یادې کړئ او تصور وکړئ چې دا هر څه ستاسې سیمې بلکې د امریکا هر ځای ته رسېدونکي دي".

ټرمپ پخپله وینا کې د پینسلوېنیا خلکو ته وویل، چې جوبایډن په نیمه پېړۍ کې د امریکا لپاره هیڅ ونه کړل، وایي‌ هغه پینسلوېنیا پرېښوه، هغه [خپل د زېږېدو ښار] سکرنټن پرېښوو او تېره نیمه پېړۍ یې په واشنګټن کې تېره کړه. ولسمشر ټرمپ پر جوبایډن تورونه ولګول:

"زموږ هېواد یې خرڅ کړ، زموږ نوکرۍ یې ختمې کړې او نورو هېوادونو- میکسیکو، چین او ټولو ته یې- اجازه ورکړه چې زموږ د هېواد نوکرۍ غلا کړي".

پینسلوېنیا هغه ایالت دی چې ولسمشر ټرمپ پکې د 2016م کال په صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند تر امیدوارې هېلري کلنټن 45,000 ووټونه زیات اخیستي وو.

د ولسمشر ټرمپ د کمپېن په اړه اندېښنې څرګندېږي چې کېدای شي‌ د پینسلوېنیا ایالت د فیلاډلفیا په ښاري سیمو کې خصوصاً د ښځو رایو ورکوونکو ملاتړ وبایلي. له دې ایالته د صدر ټرمپ د کمپېن پیلولو هیلې پیدا کړي‌ چې کېدای شي د کلیوالو سیمو او د بهرنیو ووټرانو ملاتړ را خپل کړي.

د کرونا وایرس له کبله د امریکا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د دواړو ګوندونو کنونشنونه په آنلاین بڼه ښودل کېږي، راتلونکې اوونۍ به د ریپبلکن ګوند څلور ورځنی کنونشن هم آنلاین وي چې د ګوند مشران به یې ټرمپ او مایک پینس د صدر او مرستیال صدر په توګه امیدواران اعلانوي.

ولسمشر ټرمپ به کنونش ته خپله وروستۍ وینا د اګست پر 27مه کوي چې په رسمي توګه به د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ د امیدوارۍ قبلولولو اعلان کوي او دا وینا به د امریکې له سپینۍ ماڼۍ خپرېږي.

XS
SM
MD
LG