لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې درې چاؤدنې شوي، يو تن پکې وژل شوی څو ژوبل


د افغانستان پلازمینې کابل کې نن د خالي/ شنبې په سهار وختي پرله پسې درې چاؤدنې شوي چې پکې يو تن وژل شوی او د څلورو پورې نور ژوبل شوي دي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه دغه چاؤدنې د کابل په درېو برخو کې سهار د شپږ نيمو بجو نه وروسته شوي دي.

طلوع نیوز د پوليس له قوله ويلي په لومړۍ چاؤدنه کې يو عام ګاډي په نخښه شوی چې پکې يو امنیتي سرتيری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

ويل شوي په دوېمه چاؤدنه کې د پوليس ګاډی په نخښه شوی او دوه پوليس پکې ژوبل شوي او درېمې چاؤدنې کوم تاوان نه دی اړولی.

راپورونه وايي په سمدستي ډول د چاؤدنو زمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG