لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکایي وګړي طاهر نسیم وژونکي خالد ته تمانچه ورکوونکی وکیل زندان ته واچول شو


پېښور کې دمذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي امریکایي وګړي طاهر نسیم وژونکي ته تمانچه ورکوونکي وکیل طفیل ضیاء دخالي په ورځ د پېښور سیمه ییزې محکمې زندان ته لیږلی دی.

دغه وکیل درې ورځې وړاندې دپېښور پولیسو وروسته له هغې نیولی ؤ چې په پلټنو کې ورته معلومه شوې وه د احمدي ورورلۍ سره دتړاؤ لرونکي امریکایي وګړي طاهر نسیم وژونکي فیصل چې په خالد مشهور دی ته تمانچه وکیل طفیل ضیاء ورکړې وه ترڅو محکمه کې پرې هغه ووژني

پېښور کې میشت ۵۷کلن امریکایي وګړی طاهر نسیم په ۲۹م جولایي د فیصل په نوم یو کم عمره هلک هغه مهال دجج په وړاندې محکمه کې په ډزو وژلی ؤ چې هغه دمذهب دسپکاوي په تورونو کې محکمې ته وړاندې کړل شوی ؤ.

طاهر احمد نسیم دوه کاله مخکې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی وو او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه،

د طاهر نسیم له وژنې وروسته دهغه وژونکي فیصل ویلي وؤ تمانچه ورته پیغمبر محم(ص) ورکړې وه خو وروسته پاکستاني مطبوعاتو دپولیسو له خولې وویل چې دپلټنو نه معلومه شوې ده چې فیصل ته تمانچه د طفیل ضیاء په نوم یو وکیل یا قانون پوهه ورکړې وه .

طاهر نسیم دپېښور د نوي کلي سیمې اوسیدونکی ؤ خو هغه زیات وخت په امریکا کې تیر کړی ؤ اؤ دامریکا وګړتوب یې هم لرلو .

امریکې دهغې وژنه غندلې وه اؤ دپاکستان په حکومت یې ټینګار کړی ؤ چې دطاهر نسیم د وژونکي په ضد دې ګامونه واخلي.

د طاهر نسیم په وژنه د تورن د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ‌ عدالت خپل ضمانت بیرته اخیستی. وکیلانو یې ویلي مؤکل یې نه غوښتل د ضمانت د درخواست پیروي وکړي او یواځې په دې کې دلچسپي لري‌ چې مقدمه یې ژر پر مخ لاړه شي.

عدالت بیا سرکاري وکیل ته امر کړی وو چې د تورن تن په اړه وروستی رسمي الزام یا فردِ جرم په لسو ورځو کې دننه له عدالت سره جمع کړي چې مقدمه پیل شي.

XS
SM
MD
LG