لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حامد کرزي سره هیلي کاپټر کې ناست پاکستاني پوځیان "د لر وبر یو افغان" په شعار ولې پریشانه شول؟


دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي د ډیورنډ دکرښو دواړو غاړو ته میشت پښتانه کله هم له یو بله جدا نه دي اؤ حالات که هر څومره دجبر اؤ وحشت نه ډک شي خو دوئ سره دخپل ملي پیوستون سوچ شته.

کابل کې خیبر پښتونخوا نه د ورغلو لیکوالانو اؤ شاعرانو یوې ډلې سره په غیر رسمي خبرو کې ښاغلي حامد کرزي ویلي "د ډيورنډ فرضي کرښې" ونه شو کولی چې پښتانه له یو بله جدا کړي ځکه چې هغه وایي دا کرښه لا تر اوسه افغانانو په رسمي اؤ‌ ذهني توګه منلې نه ده.

خو د حامد کرزي ددغه دعوې برعکس بیا دپاکستان حکومت اؤ پوځ وخت په وخت د ډیورنډ کرښه دیوې نړیوالې پولې په توګه یاده کړې ده.

حامد کرزی دخپلو زړو خاطرو په بیانولو سره وویل “کله چې ولسمشر وم اؤ اسلام اباد ته دپرویز مشرف سره لیدنې له ورغلم نو له هغه مې وغوښتل چې ولي خان مړ دی ، زه یې فاتحې له چارسدې ته ورځم”

هغه وایي پوهیدو چې په پوځيانو یې چارسدې یا ولي باغ ته د ورتګ خبره ښه ونه لګیده خو بیا هم نه یې شو کولی چې هغه چارسدې ته له ورتګه منعې کړي اؤ وایي دغسې بیا دپاکستاني پوځي مشرانو په ملتیا هیلي کاپټر کې چارسدې ته روان شوم.

“کله چې د ولي‌ باغ حدودو کې زمونږ هیلي کاپټره کوزیده نو له هوا وینو چې په ونو پسې غټ غټ بینرونه تړل شوي اؤ دپاسه پرې واضحه دا لیکل ښکاریدل چې لر وبر یو افغان”

حامد کرزی وایي” له هوا چې دپاکستان پوځیانو د لر وبر یو افغان شعارونه لیدل نو څه یې ویلی نه شول خو پوهیدم چې سخت پرېشانه وؤ اؤ ما نو فکر کاوه چې دا خو دپښتنو خپله مینه ده ، داسې خو به کیدل”

حامد کرزي دیوې بلې خاطرې په یادولو سره وویل چې دهغه د واکمنۍ په مهال په یو وخت کې ترې دپاکستان پوځ اؤ استخباراتو وغوښتل چې افغانستان کې دثبات اؤ امن په خاطر اړینه ده چې باید هغه دپښتونخوا پښتنو ته ووایي چې تاسې باید دکابل پځاي خپل پام اسلام اباد ته وګرځوئ.

دحامد کرزي په وینا “ما دا خبره داسفندیار ولي خان، افتاب شیرپاؤ، محمود خان اچکزئ اؤ ځینو نورو مشرانو سره شریکه کړه ترڅو دهغوئ نظر معلوم کړم چې هغوئ څه فکر لري”

حامد کرزی وایي” کله چې مې دا خبره اسفند یار ولي خان سره شریکه کړه نو هغه په پاکو ټکو کې راته وویل چې دولتي پرېکړې ستاسو خپل کار دی خو زه پرون هم افغان وم نن هم افغان یم،سبا به هم افغان یم “

حامد کرزی وایي همدغه شان دپښتونخوا ټولو سیاسي مشرانو راته پرېکنده وویل چې پخپل قومیت ساز باز ته تیار نه دي اؤ تل به دافغانستان اؤ پښتنو د یووالي دپاره غږ پورته کوي.

حامد کرزي زیاته کړه چې دهغه په واکمنۍ کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دشخړو دهواري دپاره کله کابل کې جرګه جوړه شوې نو دپاکستاني هئیت مشري پکې د افتاب شیرپاؤ پغاړه وه اؤ په دغه جرګه کې چې کله دپاکستان دولتي چارواکو اؤ پوځي مشرانو په ډيورنډ کرښه خبرې وغوښتې نو افتاب شیرپاؤ ورته په پرېکنده ډول وویل چې له دې موضوع به تیر شو.

دحامد کرزي په وینا د شیرپاؤ په دغه خبره دپاکستان لخوا ورغلی پلاوی هم ګوته په خوله شو چې اوس څه وکړي؟

حامد کرزي وویل اوس هم که پاکستان ازغن تار راښکلو اؤ که دروازې یې کېښودې دا ورسره نه افغانانو منلی اؤ نه به یې ومني.

په دغه لیدنه کې دحامد کرزي د واکمنۍ په دوره کې دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا هم برخه درلوده اؤ هغه وویل افغانستان وخت په وخت دخپلې خاورې دمالکیت دعوه په ملګرو ملتونو اؤ نورو مهمو فورمونو راپورته کړې اؤ ژوندۍ یې ساتلې ده

XS
SM
MD
LG