لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې شکیله ناز ته دملي درناوي ایوارډ ورکړل شو


دافغانستان له لوري د پښتو وتلې سندر غاړې شکیله ناز ته د ملي درناوي ایوارډ ورکړل شو اؤ سندرغاړې شکیله ناز وایي دا یې د ژوند تر ټولو ستر افتخار دی چې افغانستان په دومره لویې ایوارډ ونازوله.

دافغانستان دخپلواکۍ د۱۰۱مې کلیزې په ویاړ دکابل باغ بابر کې د افغانستان دملي راډیو ټیلي ويژن لخوا د راجوړې شوې یوې درنې دستورې په ترڅ کې دافغانستان دملي راډیو ټیلي ویژن دعمومي رئیس ښاغلي اسماعیل میاخیل اؤ دخیبر پښتونخوا د ستر شاعر ډاکټر اباسین یوسفزي په لاسونو دملي درناوي دغه ایوارډ شکیله ناز ته ورکړل شوی دی.

شکیله ناز څه وایي؟

میرمن شکیله ناز چې دشاوخوا ۳۵کلونو څخه په سندرو ویلو بوخته ده وي او ای ډيوه ته یې ویلي ددې ایوارډ په ترلاسه کولو ډيره خوشحاله ده اؤ د ځان دپاره یې یو تاریخي ویاړ ګڼي.

شکیله ناز وایي پخپل هنري ژوند کې یې زیاتې جائزې اؤ ایوارډونه ګټلي دي خو په دې ایوارډ ترلاسه کولو ځکه ویاړي چې دافغانستان تاریخ کې له هغې وړاندې یوازې یو بل تن ته دا ایوارډ ورکړل شوی اؤ هغه دوهمه خوش نصیبه ده چې ملي راډیو ټیلي ويژن ورته دا ستر ویاړ وربخښلو.

شکیله ناز ته د ایوارډ ورکولو په دستوره کې دافغانستان اؤ خیبر پښتونخوا یو شمیر وتلي لیکولان،شاعران،دانشوران،هنرمندان،مدني فعالان، دولتي چارواکي اؤ دپارلیمان غړي موجود وؤ .

بل لوري ته په ټولنیزو رسنیو ګڼو پښتنو شکیله ناز ته په دې ایوارډ ترلاسه کولو مبارکي ورکړې ده اؤ لیکلي یې دي چې شکیله ناز د پښتو موسیقۍ څومره خدمت کړی نو دهغې حق جوړیدو چې په دغه ستر ایوارډ ونازول شي.

دشکیله ناز ژوند اؤ هنر

سندرغاړې شکیله ناز چې دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې زیږیدلې اؤ په پېښور کې لویه شوې ده تر ۲۸ؤ کالو د سندرو ویلو نه ځان په دډه کړی ؤ خو تیرکال هغې یو ځل بیا په سندرو پیل وکړو اؤ دنوي ژوند په نوم یې یو سندریز البم مخې ته راغلو.

شکیله ناز دیوې هنري کورنۍ سره تړاؤ لري اؤ دهغې نه وړاندې دهغې په کورنۍ کې چشتي چمن جان اؤ مهرالنساء د سندرو د فن سره تړلې نامتو هنرمندانې تیرې شوې وې.

دشکیله ناز دریوؤ نورو خویندو فریده خان،اقبال بانو اؤ ثمینه ناز هم سندرې ویلي چې پکې په تیرو وختونو کې د فریده خان اؤ اقبال بانو سندرې دریډیو پاکستان نه ډیرې زیاتې مشهورې شوې دي.

شکیله ناز فني زده کړې دخپل پلار استاد فقیر محمد څخه کړې وې ، استاد فقیرمحمد پخپله د هارمونیم ډیر وتلی استاد ؤ خو وروستو چې بیا کله شکیله ناز مشهوره شوه نو دوخت دستروموسیقارانو ارواښاد رفیق شینواري اؤ ارواښاد راحدت حسین سره ورته د کار کولو اؤ نزدې ناستې پاستې موقعې په لاس ورغلې اؤ دهغوئ نه یې هم ډیرې زده کړې وکړې.

مشهورې سندرې

دشکیله ناز مشهورې سندرې اؤ غزلې په لاندې ډول دي:

بیا کډې باریږي، پړي یې واچول اوښانو کې

څه وکړمه خدایه زړه مې بند دی په کوچیانو کې

هسې په خوله وایم چې ښه تیریږي

بغیر له تا وختونه نه تیریږي

سترګو دجانان کې زما ښکلي جهانونه دي

وا دې خله دنیا زه اوږی ستا ددنیا نه یمه

مه کوئ مانه تپوسونه

نه کړم یاري نه په یارۍ پوهیږم عالمه، مه کړئ تپوسونه

ګل بشرې دغه ګل دې واخله نور مه شکوه ګل

همدغه ګل دې بس دی نور مه شکوه ګل

XS
SM
MD
LG