لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د حیات بلوچ د وژنې په ضد مظاهرې شوي، حکومت وايی په وژنه تورن عسکر یې نیولی


د بلوچستان په تربت سیمه کې تېره اوونۍ د پوهنتون د زده کوونکي حیات بلوچ د وژنې په ضد نن د بلوچستان یو شمیر ښارونو او سر ښار اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره شوي.

په سرښار اسلام اباد کې د برمش کمېټې او نورو تنظیمونو لخوا احتجاج کې په بلوچستان ایالت کې د عدالت پرته د وژنو ودرولو او په زوره د خلکو د به درکه کیدو تړلو غوښتنه شوې ده.

احتجاج کونکو په بلوچستان ایالت کې د عدالت پرته د وژنو ودرولو او په زوره د خلکو د به درکه کیدو پرضد نعرې وهلي.
تیره ورځ د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شېرين مزاري د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي وو، د حيات بلوچ په وژنه تورن ملېشه عسکر نيول شوی او حکومت به یې ذمه وارو ته سزا باوري کوي:

"په قبایلي سیمو، بلوچستان، سیند، پنجاب، مرکز او خیبرپښتونخوا کې پر هیڅ یو شهري باندې داسې تشدد او داسې وژنه په جمهوریت کې بېخي د منلو وړ نه ده، موږ به له اسمبلۍ بیا بیا ږغ پورته کوو چې پر هر چا ظلم او تشدد کېږي".

د حیات بلوچ د وژنې په ضد د اګست له 22مې تر 31مې پورې د بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې د بلوچ زده کوونکو د تعلیمي سازمان له خوا پراخ احتجاج اعلان شوی دی، چې د زده کوونکو ګڼ شمېر سازمانونو یې ملاتړ کړی دی.

د تربت پولیس مشر نجیب پندراني وایي د حیات بلوچ په وژنه تورن ملېشه عسکر شاهدي الله یې نیولی او هغه د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ ځایي مجسټرېټ ته پر خپل جرم باندې اعتراف هم کړی دی. د بلوچستان صوبایي وزیر ظهور بلېدي وایي هر څوک د حیات بلوچ پر وژنه خواشینی دی:

"په څلورو ګنټو کې دننه دغه ملېشه عسکر ونیول شو، هیڅوک هم تر قانون لوړ نه دی خو پر دې خبره سیاست کول نه دی پکار".

د بلوچ سټوډنټس ایجوکېشنل ارګنایزېشن مشر نذیر بلوچ وایي، دغه احتجاج به په خاران، اوسته محمد، مستونګ، نوشکي، تربت، خضدار، سوراب، پنجګور، سیوۍ او مرکزي ښار کوټه کې کېږي:

"د دې احتجاج وجه د حیات بلوچ شهادت دی، چې ایف سي ډېر په ظلم ورباندې تشدد وکړ او بیا یې د پلار مور مخته شهید کړ، له همدې وجې موږ په ټول ملک کې احتجاج کوو".

نذیر بلوڅ ویلي د حیات بلوچ کورنۍ ته د عدالت له خوا د انصاف ورکولو لپاره به له بلوچستانه د ملېشه ځواکونو د لرې کولو لپاره هم کمپېین کوي او په دې لړ کې به په ټوله صوبه کې احتجاجي کېمپونه پرانیزي.

حیالت بلوچ د کراچۍ پوهنتون زده کوونکی وو او د اګست پر 13مه یې په تربت کې له خپل مور و پلار سره د خورما په باغ کې کار کاوه، چې د کورنۍ په وینا یې ملېشه عسکرو هلته تر یوې چاودنې وروسته له باغه را و ایست او په ډزو یې و واژه.

Recommended

XS
SM
MD
LG