لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان چارواکي وایي طالبانو په بدخشان کې 200 نجونې د پوهنتون د داخلې له امتحانه را ګرځولې


واشنګټن ــــ افغان چارواکي وایي طالبانو د افغانستان د شمال ختیځ بدخشان ولایت په دوو ولسوالیو کې شاوخوا دوه سوه نجونې د پوهنتون له داخله امتحانه را ګرځولې دي او هغوی ته یې ګواښ کړی که په امتحان کې ګډون وکړي جرمانه به یې کړي.

طالبانو تر اوسه د دغو دعوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. ځایي خلک وایي طالبان هلته نجونو ته تر اتم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه ورکوي خو د طالبانو دریځ لا په دې اړه مخې ته نه دی راغلی.

د بدخشان ولایت ځایي چارواکي‌ وایي طالبانو د دوی تر واک لاندې دوو ولسوالیو مایمي او نسي کې ګواښ کړی وو چې که کومه نجلۍ د پوهنتون په داخله امتحان کې برخه واخلي نو 40,000 افغانۍ به یې جرمانه کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دې پېښې خبر اخیستی او پر ټویټر یې لیکلي چې حکومت د نجونو د تعلیم په برخه کې هغوی ته په اسانتیاوو برابرولو کې ژمن دی. ښاغلي صدیقي د هغو نجونو ویډیو ته- چې له امتحانه محرومه شوې دي- لیکلي‌ دي:

"د بدخشان په درواز [مایمي] کې به د نجونو ږغ واورېدل شي چې د طالبانو له خوا د کانکور له امتحانه محرومه کړل شوې دي او په دې برخه کې به د ذمه وارو ادارو له خوا لازم ګامونه واخیستل شي".

پرون د بدخشان دغو له امتحانه محرومه شویو نجونو هلته احتجاج کړی او له ولسمشر اشرف غني یې غوښتي چې د دوی تعلیمي زحمتونه دې له پامه نه غورځوي او د پوهنتون لپاره د دوی د داخله امتحان بندوبست دې وکړي.

د بدخشان د مایمي‌ ضلعې ولسوال کامبیز قرباني طلوع نیوز ته ویلي "هر تن که نجلۍ وي که هلک د تعلیم حق لري، دا د افغان وګړو بنیادي حق دی".

د پوهنتون د داخلې لپاره دغه امتحان په یادو ولسوالیو کې درې ورځې مخکې پیل شوی وو او پرون یې وروستۍ ورځ وه چې دغه زده کوونکې ځنې محرومه شوې دي، خو د بدخشان د پولیسو ویاند ثناوالله روحاني وایي چې له دغو نجونو به داخله امتحان نن د یکشنبې- اتوار په ورځ‌ په شغنان ولسوالۍ کې اخیستل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو هم افغانانو د طالبانو دا اقدام غندلی او ځینې یې ویلي چې د طالبانو مشران په قطر او نورو هېوادونو کې پخپلو لوڼو اعلی تعلیمونه کوي خو افغانو نجونو ته د تعلیم اجازه نه ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت وروسته په تېرو نولسو کلونو کې د نجونو تعلیم او په دې برخه کې پرمختګ د اوسني حکومت له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي خو افغانې سیاستوالې اندېښنه لري چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د دوی دغه حق تر پښو لاندې نه شي خو افغان حکومت وایي چې د نجونو د تعلیم په ګډون به د خلکو پر هیڅ حق سودا ونه کړي.

XS
SM
MD
LG