لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان دولت:طالبان د جګړو او بریدونو په زیاتوالي سره د سولې هڅې شنډوي


افغان حکومت وایي د طالبانو وروستیو جګړیزو فعالیتونو څخه ښکاري چې د سولې په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

وروسته له هغې چې په پلازمېنه کابل کې هدفي وژني او د مقناطیسي بمونو چاودنې زیاتې شوې دافغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په ټوئټر لیکلي کابل او نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د وروستيو جګړیزو فعالیتونو اؤ بمي چاودنو څخه ښکاري چې دوی د سولې هڅې شنډوي.

د ولسمشر په نړیواله ټولنه غږ کړی چې باید د طالبانو وروستي بریدونه وغندي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل دا څو ورځې پرله پسې هره ورځ د چاودنو، هدفي وژنو او نورو پيښو شاهد دی.

د تیرې شنبې په ورځ هم کابل دبدامنۍ اؤ چاودنو یو شمیر پېښې رامخې ته شوې وې.

کابل کې ترسره شوؤ د اوسنیو بریدونو پړه کومې ډلې پخپله غاړه نه ده اخستې

طالبانو هم د افغان حکومت د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي،

خو دغه ډله وایې، په ولایتونو کې هغه وخت برید کوي چې مقابل لوری د پرمختګ یا برید هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده چې په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې تاوتریخوالی داسې مهال زیات شوی چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په وړاندې لا هم خنډونه پر ځای پراته دي او دغه خبرې تر نامعلومې نیټې ځنډیدلي دي

XS
SM
MD
LG