لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې چاودنه،د درېوؤ میرمنو اؤ ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي


سیمه ییز چارواکي وایي د اتوار په ورځ دافغانستان غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یو مائن چاودنه کې د درېوؤ میرمنو اؤ دوؤ ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.

د اتوار په ورځ دافغانستان طلوع ټیلي ويژن د غزني دچارواکو له خولې ویلي چې دا چاودنه جغتو ولسوالۍ کې سحر په یو داسې موټر شوې چې ملکي خلک پکې سپاره وؤ.

چارواکو منلې چې چاودنه کې اووه ملکي کسان وژل شوي چې درې پکې میرمنې اؤ ووه ماشومانو دي.

دطالبانو په ګډون یوې ډلې هم تر دې دمه ددې چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې

افغانستان کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په مائن چاودنو اؤ بریدونو کې اضافه لیدل شوې اؤ دشنبې په ورځ هم پلازمینه کابل کې درې چاودنې شوې وې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

همدا شان د تیرې يکشنبې، په ورځ هم دوه چاودنې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې شوې وې. د لېڼد ماین یوه چاودنه د مسافرو ټرک سره نژدې شوې وه چې پکې نهه کسان وژل شوي وؤ

په کندهار کې دویمه چاودنه د یو موټر د ځمکني ماین سره د ټکر په نتیجه کې شوې وه او اته کسان پکې ووژل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ په کابل کې د یوې مېرمن په شمول دوه کسان په هغه چاودنه کې ووژل شوي وؤ چې مامورینو د ماین پاکۍ په مهال شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د فرورۍ په میاشت کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دتړون نه وروسته افغان دولت طالبانو سره دسولې دخبرو په خاطر د طالبانو شاوخوا ۵۰۰۰ بندیان له بنده خوشې کړي اؤ په طالبانو ټینګار کوي چې هغوئ دې اوس پرته له ځنډ څخه د اوربند اؤ دسولې مذاکراتو ته د کښیناستو اعلان وکړي.

هرڅو که طالبانو په اوسنیو زیاترو بریدونو اؤ چادونو کې خپله لاس لرنه رد کړې ده خو تیره ورځ دافغانستان د ولسمشر ویاند ښاغلي صدیق صدیقي تور لګولی ؤ چې طالبان د تاؤتریخوالي په زیاتولو سره دسولې هڅې شنډول غواړي.

طالبانو لا دافغان دولت دې تور ته خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو ویلي یې دي هغوئ یوازې په هغه صورت کې بریدونه کوي چې تعرض پرې وشي

Recommended

XS
SM
MD
LG