لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وايي په القاعده، طالبانو، لشکر طيبه او جېش محمد يې نوي بندېزونه نه دي لګولي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي په ترهګرو ګرځول شوؤ ډولو القاعده، طالبانو، لشکر طيبه او جېش محمد سره يې په نورو ډلو نوي بندېزونه نه دي لګولي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه اوونۍ وړاندې اعلاميه جاري کړې چې پکې د طالبانو ترڅنګ د القاعده او داعش د اثاثو تړلو، سفر او وسلو په اړه د بندېزونو ويل شوي ؤ.

خو د بهرنيو چارو وزارت په تازه بيان کې ویلي په هاغه اعلاميه کې د هغو کسانو او تنظيمونه شامل دي په کومو چې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا لاندې بندېزونه لګول شوي دي.

پاکستان تېره اوونۍ دغه ګام په داسې حال کې پورته کړی چې په را روان اکتوبر کې به د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو په اړه نړيواله اداره (اېف ای ټي اېف) د پاکستان په خړ فهرست کې د ساتلو يا لرې کولو پرېکړه کوي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وخت په وخت وايي د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو پوره کولو په لړ کې يې يو شمېر ګامونه پورته کړي او هڅه کوي چې دغه سپارښتنې پوره کړي او د خړ فهرست څخه ووځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نوؤ بندېزونو په لړ کې د هند د مطبوعاتو هغه خبرونه هم رد کړي چې ګنې پاکستان په هغو خلکو نوي بندېزونه لګولي چې په خپله خاوره يې موجود دي.

پاکستان چې تېره اوونۍ کومه قانوني حکمنامه جاري کړې پکې د جماعت الدعوه حافظ محمد سعيد، مسعود اظهر، ملا فضل الله، ذکي الرحمان لکهوي، محمد يحي مجاهد، عبدالحکيم مراد باندې د بندېزونو پخلی شوی ؤ.

په یاد نوملړ کې د حقاني شبکې سره د يو شمېر تندلارو او تنظیمونو نومونه شامل وو.

اېف ای ټي اېف د کال 2018م د جون په مياشت کې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې اچولی چې د ترهګرو د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو په لړ کې يې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

نړيوالې ادارې بيا پاکستان ته نوې سپارښتنې کړې او د روان کال فرورۍ د مياشتې پورې يې ورته په دغو سپارښتنو د عمل کولو ويلي ؤ خو د کرونا وبا له امله دغه موده غځول شوې وه.

پاکستان وايي د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو پوره کولو دپاره يې نه يواځې کوټلي ګامونه پورته کړي بلکې قانون سازي يې هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG