لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلخ کې د افغان پوځ د کمانډو په پوسته بريد شوی


د افغانستان په شمالي صوبه بلخ کې د افغان پوځ د کمانډو ځواکونو په پوسته يو موټري بمي بريد شوی چې پکې د دوه تنو د وژل کېدو ويل شوي دي.

د افغانستان ځايي مطبوعات وايي په بريد کې يو د کمانډو سرتيری او بل عام تن وژل شوي او د 25 پورې کسانو ژوبلېدو پکې ويل کيږي.

د ياد برید په اړه د افغانستان د اطلاعاتو د وزارت ویاند طارق ارين ويلي، دغه موټري بم بريد سهار په نهه بجې په بلخ ولسوالۍ کې د حېواناتو د کلېنک سره نزدې شوی دی.

ويل کيږي د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د وي او ای اشنا څانګې ترمخه د ياد ولايت د پوليس وياند عادل شاه عادل د بريد پخلی کړی چې د افغان امنيتي کمانډو په پوسته شوی دی.

د خبر ترمخه چارواکو په بريد کې د افغان کمانډو سرتيري د وژل کېدو پخلی کړی دی.

پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په غزني کې د موټر په بم بريد کې د درې امنيتي سرتيرو د وژل کېدو او لږ تر لږه نهه نورو د ژوبل کېدو ويل شوي وو.

طالبانو د بريد زمه واري منلې او په برید کې زياتو سرتيرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG