لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه:داعش سیمه کې دخپلو پښو مضبوطولو دپاره افغانستان څخه استفاده کول غواړي


دترهګرۍ دمخنیوي دپاره دملګرو ملتونو دادارې مشر ولادیمیر ورون کوف وایي داعش ټوله سیمه کې دخپلو پښو مضبوطولو دپاره افغانستان پکارول غواړي اؤ دهاغو وسله والو پام هم ځانته راجلب کول غواړي چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې پلوي نه دي.

انډپنډنټ ویب پاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې ولادیمیر ورون کوف دملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې داعش یو ځل بیا خپلې لیکې منظم کړي اؤ فعالیتونه یې نه یوازې په جګړه ځپلو سیمو لکه عراق اؤ شام کې سیوا شوي بلکې ددغه وسله والې ډلې اړوند سیمه ییزو وسله والو ډلو هم خپل فعالیتونه غځولي دي.

هغه ویلي چې دکرونا وایرس وبا دترهګرۍ ختمولو ارزښت نور هم راپه ډاګه کړی ولي چې داعش اؤ نورې ترهګرې ډلې د ددې وبا دلاسه د رامنځته شوو اقتصادي،ټولنیزو اؤ سیاسي اغېزو څخه ګټه پورته کول غواړي.

دملګرو ملتونو دترهګرۍ ضد څانګې مشر وایي داعش اؤ دهغې اړوند ترهګرو ډلو دکابل په ګډون دافغانستان بیلابیلو برخو کې په دې وروستیو کې ستر اهداف په نخښه کړي دي.

هغه دتندلارو په روزنه اؤ په ترهګرۍ کې د ککړو خطرناکو قیدیانو دبند نه په خلاصیدو هم ژورې اندېښنې ښکاره کړي دي.

نوموړي ویلي دداعش دماتې خوړلو دوه کاله وروسته هم د یوې اندازې له مخې ددغه وسله والې ډلې ۱۰زره کسان تراوسه په عراق اؤ شام کې فعاله دي اؤ سږکال ددوئ بریدونو کې څرګنده اضافه لیدل شوې ده.

داعش خراسان ډله د افغانستان په ننګرهار او ځینو شمالي ولایتونو کې فعاله ده، افغان حکومت تېر کال دعوه کړې وه چې دا ډله یې په بشپړه توګه ځپلې ده خو له هغه را وروسته هم په کابل او ځینو نورو سیمو کې د ډېرو بریدونو ذمه واري دې ډلې منلې چې په نتیجه کې یې لسګونه عام خلک خصوصاً شیعه افغانان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG