لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو اچ او د ماسک تړلو په اړه نوې سپارښتنې کړي


واشنګټن - په داسې حال کې چې په میلیونونو زده کونکي بېرته ښونځیو ته روان دي، د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اچ او) د ماسکونو د تړلو په اړه نوې سپارښتنې کړې دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف په خپلو نویو سپارښتنو کې ویلي، هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو کالو څخه کم وي باید ماسکونه و نه تړي.

یادو ادارو ویلي، "له محدودو ترلاسه شویو شواهدو داسې ښکاري چې واړه ماشومان د لویانو په پرتله لږ په کورونا اخته کېږي خو په کورونا د اخته کېدو چانس د بېلابېل عمر په ماشومانو کې توپیر لري.‌"

دوی زیاتوي، هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو څخه تر ۱۱ کالو پورې وي باید ماسکونه وتړي او باید د خطر لاندې ډلې په څېر ورسره احتیاط وشي.

دوی وړاندې وايي، ۱۲ کلن او له دې څخه غټو ماشومانو سره باید د لویانو په څېر چلند وشي او ماسکونه وتړي.

خو دواړو ادارو دا هم ویلي، چې هېڅ ماشوم باید له زده کړو څخه محروم نشي کچېرې ماسکونه نه وي.‌

برتانوي چارواکو ویلي، ښايي په ډېر لږ شمېر ماشومان که ښونځیو ته ولاړ شي او بیا له کورونا څخه زیانمن شي خو له ښونځیو پرته ډېرو ته زیان رسېږي.

هغه ماشومان چې په کورونا باندې اخته کېږي اکثره یې د ناروغۍ ډېر خفیفې نښې نښانې لري خو دوی کولای شي غټانو ته وایرس انتقال کړي.‌

یو ځوان په دوهم ځل کورونا اخته شوی:

د هانګ کانګ د پوهنتون ساینس پوهانو ویلي، دوی داسې لومړنۍ پېښه موندلې چې یو کس دوه ځله په کورونا باندې اخته شوی.

عام باور خو دا دی چې یو څوک یو ځل په کورونا اخته شي نو ژر په دوهم ځل نه اخته کېږي.‌

خو ډاکټرانو ویلي، په کورونا اخته د یو ۳۳ کلن سړي جینیتیکي ټسټونو وښوده چې له اسپانیې څخه راوړې کورونا یې د هغې پخوانۍ سره توپیر لري کومه چې یې په مارچ میاشت کې اخېستې وه.

ډاکټر کېلوېن کې وانګ وویل، "له دې دا ښکاري چې ځینې خلک په کورونا له اخته کېدو وروسته هم اوږد معافیت نه لري."

خو هغه زیاتوي چې مونږ نه پوهېږو چې څومره کسان دوباره په کورونا اخته کېږي خو ښايي ډېر داسې کسان وي.‌

دی دا هم وايي، چې د کورونا ناروغان باید خپل احتیاطي تدابیر هم پرې نږدي بلکه هر څوک باید ټولنیز واټن وساتي او ماسکونه وتړي.

خو ځینې نور کارپوهان بیا وايي، چې د هانګ کانګ ناروغ په مارچ کې د ناروغۍ لږې نښې نښانې درلودې او له دوهم ځل اخته کېدو سره بې اعراضه و.

ډاکټران وايي، دا ښايي دا معنی ولري چې لومړی ځل اخته کېدل ښايي یو کس د دوهم ځل سخت اخته کېدو څخه وژغوري.‌

په ورته وخت کې په غزه کې د کورونا د لومړنیو پېښو راپور ورکړل شوی چې له بهر څخه نه دی ورغلی.

یو حکومتي ویاند ویلي، د ګل یا دوشنبې په ورځ د کډوالو په یو کمپ کې د یوې کورنۍ په څلورو کسانو کې کورونا موندل شوې ده او امنیتي ځواکونو ټوله سیمه لږ تر لږه د دوو ورځو لپاره قرنطین کړې ده.

په مکسیکو کې د ښونځیو پیل په ټي وي:

په مکسیکو کې د ښونځیو یا سکولونو په میلیونونو زده کونکو ته په ټي وي باندې ټولګي یا کلاسونه برابر شوي دي.

دا وروسته له هاغې چې په دغه هېواد کې د کورونا له امله د میاشتو راهیسې د زده کړو بهیر درېدلی وو.‌

د زده کونکو والدینو او ښونکو دواړو ویل چې د ګل یا دوشنبې د ورځې د ټولګیو پیل په ستونزمنه توګه شوی.

رویټرز خبري اداره وايي، تمه ده د شخصي ښونځیو نېږدې دوه میلیونه زده کونکي د ناورین له امله له حکومتي ښونځیو سره یو ځای شي.‌

که څه هم شخصي ښونځیو کې د زده کونکو لپاره فیسونه کم شوي دي خو دا لا څرګنده نه ده چې والدین به په فزیکي توګه د ټولګیو د نه شتون په حالت کې شخصي ښونځیو ته فیسونه ورکړي.‌

په مکیسکو کې که څه هم وبا لږ سړه شوې ده خو حکومت وايي، چې د کورونا پېښې اوس هم زیاتې دي او د ښونځیو پیلېدل به لا له وخت نه مخکې وي.

په مکسیکو کې له ۵۶۳۰۰۰ زیات کسان په کورونا اخته او تر ۶۰۸۰۰ زیات یې مړه شوي دي.

په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۳.۸ میلیونو او په امریکا کې له ۵.۹ میلیونو څخه زیات شوی دی.

همدارنګه له کورونا څخه په نړۍ کې ۸۱۷۰۰۰ او په امریکا کې ۱۸۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG