لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا له امله خیبر پښتونخوا کې تړل شوي ښوونځي ‌۱۵م ستمبر څخه بیرته پرانستل کیږي


دخیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې اعلان کړی چې صوبه کې به دکرونا وبا دلاسه تړل شوي ابتدایي اؤ منځني ښوونځي دستمبر د ۱۵مې نیټې څخه یو ځل بیا پرانستل کیږي.

په پېښور کې د شخصي ښوونځیو د اتحادیې مشر ښاغلی طارق متین وایي د افسوس خبره ده چې د کرونا وایرس له امله تړل شوي دسیلګرۍ مقامات اؤ کاروبارونه وړومبی پرانستل شول اؤ د ژوند تر ټولو مهمه څانګه تعلیم تر ټولو وروسته پرانستل کیږي.

د نهې په ورځ د خیبر پښتونخوا د ابتدایي اؤ منځیو زده کړو دتعلیم مرکز پخپله اعلامیه کې ویلي چې د ۱۵م ستمبر څخه به صوبه کې ټول تړل شوي ښوونځي د کرونا څخه د ځان ساتنې د سپارښتنو په اساس پرانستل کیږي اؤ هر ښوونځي کې به دماشومانو دلاسونو وینځلو دپاره صابونونه موجود وي.

اعلامیه کې راغلي چې ټولو ښوونځیو ته به د وائرس وژونکو موادو ورکړه باوري کولی شي .

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا دابتدایي اؤ منځني تعلیم دڅانګې مشر محمد ابراهیم رسنیو ته ویلي د ښوونځیو له پرانستل کیدو وړاندې د ټولو ښوونځیو مامورینو ته د کرونا نه د ژغورنې په سپارښتنو دعمل کولو روزنه ورکړل شوې ده.

هغه رسنیو ته ویلي چې په ټولو ښوونځیو کې به دسینټائزر اؤ ماسک کارول باوري کولی اؤ په سپارښتنو به په سخته عمل کولی شي.

په پېښور کې دشخصي ښوونځیو د اتحادیې مشر ښاغلي طارق متین ویلي د کرونا دلاسه د ماشومانو ډیر قیمتي وخت ضائع شو اؤ حکومت دبندو ښوونځیو د پرانستلو په لړ کې پرله پسې د لاپرواهۍ مظاهره کړې ده.

ډیوه سره خبرو کې طارق متین ویلي چې د کرونا له امله بند روزګارونه اؤ دسیلګرۍ سیمې که د سپارښتنو په اساس وړاندې پرانستل کیدی شوې نو د تعلیم څانګې ته ولې دغه پام نه راګرځول کیدو؟

نوموړی وایي د تیرو څو میاشتو راهسې خیبر پښتونخوا کې ښوونځي بند پراته دي‌ اؤ که حکومت غوښتل نو دا ښوونځي یې دسپارښتنو په اساس ډیر د وخته پرانستلی شول خو دتاسف ځائ دی چې د حکومت په نظر کې معارف هیڅ ارزښت نه لري.

هغه وویل د مکتبونو مامورینو پرله پسې حکومت ته د بندو ښوونځیو په دوباره پرانستلو کې دخپله انده د بشپړې مرستې باور ورکړی اؤ له دې وروسته که هم ښوونځي پرانستل کیږي نو په ټولو ښوونځيو کې به د کرونا دمخنیوي سپارښتنو باندې په کلکه عمل کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG