لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مایک پمپېیو: هیله من یم نور عرب هېوادونه به هم له اسرایل سره اړیکې جوړې کړي


واشنګټن ــــ منځني ختیځ ته د خپل پینځه ورځني سفر په مهال د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو په اسرایل کې ویلي هیله من دی چې نور هېوادونه به هم د متحده عرب اماراتو په څېر له اسرایلو سره سفارتي اړیکې جوړې کړي.

ښاغلي مایک پمپېیو د ګل- دوشنبې په ورځ په یروشلم (بیت المقدس) له اسرایلي وزیراعظم بنجامین نتنیاهو سره تر لیدو وروسته په ګډه خبري غونډه کې له اسرایل سره د نورو عربو هېوادونو د اړیکو جوړول ګټورې وبللې:

"د دوی [عرب هېوادونو] لپاره دا موقع چې ګډ کار وکړي، د اسرایل ریاست په رسمیت وپېژني او هغه له دوی سره کار وکړي دا به نه یواځې په منځني ختیځ کې ارامي زیاته کړي بلکې د دغو هېوادونو د خلکو د ژوند په ښه کولو کې به هم مرسته وکړي".

اسرایلي وزیراعظم بنجامین نتنیاهو هم وویل، له مایک پمپېیو سره یې د نورو عربو هېوادونو د اړیکو جوړېدو په اړه خبرې وکړې او تمه لري چې په نيژدې ورځو کې به په دې اړه ښه خبر ولري.

تمه څرګندېږي چې بحرین او عمان هېوادونه به هم دوه نور هغه خلیجي هېوادونه وي چې له اسرایل سره خپلې سفارتي اړیکې جوړې کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د خپرپاڼې له مخې مایک پمپېیو د خپل سفر په ترڅ کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ سوډان ته تللی او تر هغه وروسته به بحرین او متحده عرب اماراتو ته هم ځي خو وایي امکان لري چې عمان او قطر ته هم سفر وکړي.

د الجزیره خبري ادارې په وینا واشنګټن او د هغه نیژدې ملګری اسرایل هیله من دي دغه یهودي ریاست به ژر په دې وتوانېږي چې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم خپلې اړیکې ښې کړي په ګډون د هغو چې له ایران سره ژوره دښمني لري.

مایک پمپېیو او اسرایلي وزیراعظم نتنیاهو پرون د خبري غونډې په مهال پر ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو د پر ځای کېدو لپاره د نړیوال ملاتړ پر کموالي نیوکه وکړه. مایک پمپېو له نړیوالو غوښتنه وکړه او ویې ویل:

"موږ اراده کړې هره هغه لاره به وکاروو او دا خبره به باوري کړو چې ایران د لوړې کچې د وسلو سیسټم ته لاسرسی ونه لري، نوره نړۍ باید په دې کې زموږ ملګرې شي".

امریکا وروسته له هغه چې پر ایران د وسلو د بندیزونو په غزولو کې ناکامه شوې، د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا ټینګار کوي او ترې غواړي پر ایران دې له دې کبله بندیزونه ولګوي چې وایي د 2015م کال له ایټمي تړونه یې سرغړونه کړې ده.

له اسرایل وروسته مایک پمپېیو نن د سه- شنبې په ورځ د شمالي افریقې هېواد سوډان ته تللی چې مقصد یې بیا هم له اسرایلو سره د عرب هېوادونو د اړیکو فعالول او له دې هېواد سره د امریکا اړیکو ته بیاکتنه ده. تر کانډو لیزارایس وروسته مایک پمپېیو د امریکې د بهرنیو چارو دویم وزیر دی چې له 2005م کال وروسته یې دې افریقایي هېواد ته سفر کړی دی.

د اسرایلو او متحده عرب اماراتو تر منځ‌ سفارتي تړون د امریکې په منځګړتوب شوی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ یې د اګست پر دیارلسمه اعلان وکړ، چې ترکي، ایران، پاکستان، سعودي عرب او خپله فلسطین یې مخالفت کړی دی.

متحده عربي امارات لومړی خلیجي او له اردن او مصر وروسته درېیم عرب هېواد دی چې له اسرایلو سره یې د اړیکو د عادي کېدو لپاره سفارتي تړون کړی چې د دواړو ملکونو تر منځ به د پروازونو، سرمایه کارۍ، سیلګرۍ، روغتیا، خېرښېګړې او کلچر په برخه کې لوظنامې لاسلیک کېږي.

XS
SM
MD
LG