لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په پروان کې راغلو سېلابونو د 30 نه زيات کسان مړه کړي


چارواکي وايي د افغانستان په شمالي سيمه کې سخت سېلابونه راغلي مرګ ژوبله يې اړولې، د 30 نه زیات کسان يې مړه کړي او نور ګڼ يې ژوبل کړي هم دي.

د ارګ ترمخه ولسمشر اشرف غني اړونده وزارت ته په بېړنۍ توګه په پروان کې د خلکو د مرستو لارښوونه کړې ده.

ارګ هم د سېلابونو له امله د پروان په مرکز چاريکار کې د 30 تنو د مړه کېدو پخلی کړی دی او د 300 کورنو د ويجاړېدو يې ويلي دي.

د پروان صوبې وياندې واحده شاهکار ای پي ته ویلي د سېلابونو له امله 25 تنه مړه او 40 ژوبل شوي خو خبري ادارې په رپوټ کې د تن د قوله ويلي روغتون ته 35 جسدونه او 76 ژوبل کسان راوړل شوي دي.

شاهکار د سېلابونو له امله د مړو د شمېرې سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي امدادي ټيمونه علاقې ته د خلکو د مرستو دپاره استول شوي دي.

طلوع نيوز د پروان د عامې روغتيا د محکمې د مشر صفي الله له قوله ويلي نن د شورو/ چهارشنبې د سهاره پورې د سېلابونو له امله 45 تنه مړه او د 80 پورې ژوبل شوي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي سېلابونو زياتره ښځې او ماشومان اغېزمن کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG