لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:پاکستان هڅه کوي چې بین الافغاني مذاکرات زر پرمخ ولاړ شي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي چې دافغان ستونزې دائمي هواری په سیاسي خبرو اترو کې پروت دی اؤ پاکستان هڅه کوي چې بین الافغاني خبرې باید زر په وړاندې لاړې شي.

پخپل یو بیان کې ښاغلي قریشي ویلي اسلام اباد کې دطالب مشرانو سره دهغه لیدنه ډیره ګټوره وه اؤ دغه لیدنه کې د قطر د سولې په تړون کې دشوؤ ژمنو د عملي کیدو په اړوند خبرې اترې شوي دي.

هغه ویلي په د دوحې دسولې دتړون په عملي کیدو کې مهم پرمختګونه شوي اؤ د لویې جرګې راجوړیدل ددې یوه ښه بېلګه ده.

نوموړي ویلي افغانستان کې امن دطاقت دلارې نه شي راتلی اؤ د دائمي امن اؤ ثبات یوازینۍ لاره سیاسي خبرې اترې دي چې پاکستان پرې وخت دسره ټينګار کړی دی.

شاه محمود قریشي زیاته کړې چې که دطاقت دلارې افغانستان کې امن ټینګیدی شو نو ۴۱ کاله ډيره اوږده موده ده پکار ده چې اوس افغانستان کې امن ټینګ شوی وی.

هغه ویلي دپاکستان وزیراعظم عمران خان په دې نظر دی چې دافغان شخړې دحل یوازینۍ لاره سیاسي ده اؤ امریکا،روس ،ؤ چین اؤ دسیمې نور هیوادونه هم دهغه ددې نظر ملاتړ کوي.

شاه محمود قریشي ویلي تیره ورځ وزیراعظم عمران خان دافغانستان دملي جوړجاړي دشورا مشر عبدالله عبدالله سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ هغه ته یې دپاکستان دسفر بلنه ورکړې ده.

څېړنکاران وایي د پاکستان په بلنه اسلام آباد ته د افغان طالبانو د پلاوي سفر او د پاکستان چارواکو سره یې خبرې اترې مهمې دي، خو دغه مثبتې ګټې په هغه صورت کې څرګندیدی شي چې د بین الافغاني مذاکراتو په شکل کې کومې نتیجې هم ولیدی شي.

په اسلام آباد کې مېشت خبریال طاهر خان وایي ملا برادر چې تېر کال يې هم د اکتوبر میاشت کې له خپل هیئت سره پاکستان ته سفر کړی و او د هغې وروسته بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ لوظنامه هم لاسلیک شوه.

وي او ای ډیوه ته ښاغلي طاهر خان ویلي د دغې لوظنامې لومړۍ مرحله چې امریکا او طالبان دواړو پرې اطمینان کړی، خو بیا اوس مهمه مرحله د بین الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو کینول دي چې د دې لپاره امریکا د پاکستان څخه خپل رول لوبولو غوښتنه کوي.

اسلام اباد ته دطالب مشرانو دتازه سفر په جریان کې دطالبانو دمرکچي پلاوي مشر شیرمحمدعباس ستانکزي دبین الافغاني خبرو اترو دپاره دطالبانو له لوري د ۲۱کسیز مرکچي پلاوي نومونه هم اعلان کړي دي اؤ ویلي یې دي که دهغوئ پاتې بندیان له بنده خلاص شي نو چمتو دي چې بین الافغاني خبرو ته کښیني

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG