لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر ټرمپ او جوبایډن دواړو له ایغور مسلمانانو سره د چین چلند غندلی دی


واشنګټن ــــ په چین کې له ایغور مسلمانانو سره د چین د حکومت پر چلند امریکا مخکې هم سختې نیوکې کړې وې خو اوس تازه د امریکې د ولسمشرۍ ټاکنو دواړو امیدوارانو جوبایډن او ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل کمپېن په مهال له ایغوریانو سره د چین حکومت چلند غندلی دی.

چین د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د دغو دوو امیدوارانو تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې یې دا تورونه رد کړي وو چې ګواکې په شینجیانګ کې له ایغور مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي.

د ډیموکرېټ ګوند د امیدوار جوبایډن د انتخاباتي کمپېن د څانګې له خوا روانه اوونۍ له ایغور مسلمانانو سره د چین د حکومت چلند نسلي "قتلِ عام" بلل شوی دی. د کمپېین په بیان کې ویل شوي:

"د چین د آمرانه حکومت له خوا چې ایغور او یا نور قومي اقلیتونه هلته له کوم ظلم سره مخ دي چې د بیان وړ نه دی دا نسل وژنه ده او جوبایډن په کلکه د دې په وړاندې درېږي".

جوبایډن د تېر کال په دسمبر کې له پي بي ایس نیوز سره په مرکه کې هم له ایغور مسلمانانو سره د چین پر چلند نیوکه کړې وه او ویلي یې وو د چین حکومت باید له دې کاره را وګرځول شي:

"یو میلین مسلمانان په تر څار لاندې کېمپ کې دي او هغوی ځورول کېږي، موږ باید خپل شپېته فیصده سمندري ځواک د نړۍ هغې برخې ته ولېږدوو او چین په دې پوه کړو چې نور باید پر مخ لاړ نه شي موږ هلته د دې [ایغور] خلکو د ژغورنې لپاره ورځو".

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې له ایغور مسلمانانو سره د چین سلوک ته نسلي قتلِ عام نه دی ویلی خو د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان الیاټ له ایغوریانو سره د چین حکومت چلند غندلی دی. ښاغلي الیاټ پر چین تورونه لګولي او وایي:

"د چین ریاست په زوره د ښځو د اولاد ضایع کولو، شنډولو او په جبري ډول د اولاد زېږونې د نورو لارو د خپلولو تر څنګ پر ښځو له وحشته ډک ظلمونه کړي، په خلکو یې جبري کارونه او بېګار کړی، جنسي تشدد یې کړي چې په هغه کې په زندان کې تېری هم شامل دی، خلک یې په زور په کورونو کې ساتلي او جبري ودونه یې کړي دي".

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان الیاټ زیاته کړې چې "د چین د کمیونیسټ ګوند په ظلمونو کې له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د [ایغورو] د نسلي اقلیت تر ټولو زیات بندیان هم شامل دي.

د ډیموکرېټ ګوند د امیدوار جوبایډن د کېمپېن څانګې له خوا ویل شوي چې که د ټرمپ انتظامیه پرېکړه وکړي او د ایغور مسلمانانو په وړاندې د چین سلوک ته د هغوی قتلِ عام ووایي، نو وایي "مهمه پوښتنه دا ده چې ډولنډ ټرمپ به یې په خلاف څه ګامونه واخلي"، وایي "هغه باید بخښنه وغواړي چې له ایغورو سره پر دې ناترسه چلند یې سترګې پټې کړې دي".

خو د ملي امنیت شورا ویاند جان الیاټ وایي ولسمشر ټرمپ له ایغورو سره پر ناترسه چلند د چین په ضد "زړور ګامونه" اخیستي او د ده انتظامیې تېر کال په شینجیانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو پر سر پر چینایي چارواکو یو لړ بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG