لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې ګڼو بارانونو او سېلابونو تقریباً 250 تنه مړه کړي


واشنګټن ــــ د افغانستان او پاکستان په ګڼ شمېر ښارونو کې په تېرو درو ورځو کې د پشکال ګڼ بارانونه شوي چې په نتیجه کې یې سېلابونه راغلي او له کبله یې په دواړو هېوادونو کې سلګونه تنه مړه او ټپیان شوي او بې کوره شوي دي.

د افغانستان د قدرتي افتونو د مخنیوي وزارت وایي، په تېرو څلرویشت ګنټو کې د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې ډېر زیات بارانونه شوي چې وایي په نتیجه کې یې تر اوسه 155 تنه مړه شوي او تقریباً دوه سوه کسان پکې ټپیان شوي دي.

د دې وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په سېلاب ځپلیو سیمو کې یې د ژغورنې چارې روانې دي او تر اوسه لا د اوښتي زیان کچه نه ده معلومه او وایي کېدای شي د مړیو او ټپیان شمېر نور هم زیات شي.

دغه سېلابونه پروان، کابل، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، نورستان، میدان وردګ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې راغلي دي چې د محمد قاسم حیدري په وینا ډېر زیان یې په پروان ولایت کې اړولی دی:

"د باران او سېلابونو له کبله یواځې په پروان کې تقریباً سل تنه مړه شوي، د کابل سروبي کې 19 تنه، په کاپیسا کې 17 تنه، په میدان وردګو کې اووه، په پنجشېر کې درې تنه، په ننګرهار کې دوه او په پکتیا ولایت کې یو تن مړ شوی دی".

افغان چارواکي وایي د پروان په مرکز چاریکار او نورو سیمو کې سېلابونو تر دوه زره زیات کورونه نړولي، زرګونه جریبه کرنیزه مځکه یې تباه کړې او تر اووه زره زیات څاروي هم اوبو وړي دي.

بل لور ته د پاکستان په ټولو صوبو کې هم له تېرو درو ورځو د پشکال بارانونو په نتیجه کې ګڼ سېلابونه راغلي چې د پاکستان د قدرتي آفتونو د مخنیوي ادارې په وینا زرګونه کورونه یې تباه کړي دي.

د پاکستان د موسمیاتو ادارې په وینا د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ په کراچۍ، د خیبرپښتونخوا په چترال او ځینو نورو سیمو، پنجاب او بلوچستان کې ګڼ بارانونه شوي چې وایي شاوخوا 90 تنه پکې مړه شوي دي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې بارانونو تر یو زر زیات کورونه نړولي چې وایي یواځې په سیند صوبه کې یې 31 تنه، په پښتونخوا کې یې 23 تنه، په بلوچستان کې یې 15 تنه، په پنجاب کې یې اته تنه او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون د پاکستان په شمالي برخو کې یې 13 تنه مړه کړي دي.

‌نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ بیا په کراچۍ ښار کې ګڼ بارانونه شوي چې پر ټولنیزو رسنیو په خپاره شویو عکسونو کې د ښار سړکونه د سېلابونو نظاره وړاندې کوي. د پاکستان د موسمیاتو ادارې په وینا په دې ښار کې نننی باران په تېرو شاوخوا اتیا کلونو کې تر ټولو زیات باران بللی دی.

د ننني باران په نتیجه کې هم د کراچۍ ښار په لانډي، کورنګي او شاه فیصل ټاون سیمو کې د پینځو تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

په کراچۍ کې ننني باران په پاکستان کې دننه او له هېواده به رپروازونه هم ځنډولي‌ دي. د پاکستان د هوابازۍ اداره وایي د پنجشنې- زیارت په ورځ له کراچۍ دوبۍ، تهران، شارجه، ریاض او مسقط ته نړیوال پروازونه او فیصل اباد، لاهور، بهاولپور، او رحیمیارخان ته کورني پروازونه ځنډول شوي دي.

د سیند حکومت وایي په کراچۍ او نورو سېلاب ځپلیو سیمو کې یې د ژغورنې او له خلکو سره د مرستې کارونه روان دي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان له پوځه هم غوښتي چې په دې برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG