لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د حکومت او د طالبانو ترمنځ خبرې به په سپټمبر کې پیل شي


د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله.

واشنګټن – ټاکل شوې ده چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به د سپټمبر د میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

د رویټرز خبري ادارې د راپور له مخې،‌ دغه خبره په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په کابل کې کړې ده.

د ښاغلي عبدالله لخوا دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د بندیانو د تبادلې په څېر د یو شمېر مسلو له امله د سولې خبرې له خنډونو سره مخ شوې وې.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دواړو غاړو باندې فشار راوړی چې په خپلو کې سره جوړ شي تر څو په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

خو د ډاکټر عبدالله له څرګندونو ژر وروسته د طالبانو ستر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي رویټرز ته ویلي، چې له افغان چارواکو سره د سپټمپر په لومړیو کې هېڅ ډول د سولې خبرې نه دې پلان شوي.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر هم د ډاکټر عبدالله په څېر ډاډ څرګند کړی چې خبرې ښايي په راتلونکې اونۍ کې پیل شي او ویلي یې دي چې د بندیانو د خوشې کېدو په ګډون ستر خنډونه لېرې کېدو ته نژدې شوې دي.

"داسې ښکاري چې اکثرا خنډونه لېرې شوي او یا یې د حل په بهیر کې یو. زه په احتیاط سر خوشبینه یم چې دا مسله به نور په دې لاره کې خنډ نه وي."

ښاغلي اتمر دغه خبرې له کابل څخه د ویډیو کانفرانس له لیارې په واشنګټن کې د سولې انسټیټیوټ لخوا یو انلاین بحث ته د وینا پر وخت وکړې.

طالبان غواړي چې د سولې له خبرو مخکې یې ټول ۵۰۰۰ بندیان خوشې شي مو افغان حکومت د ۳۲۰ بندیانو خوشې کول درولي دي چې د اکثرو د خوشې کېدو پرضد یې فرانسې او استرالیا نیوکې کړې دي.

حنیف اتمر وویل، حکومت له نړیوالو شریکانو سره د پاتې بندیانو د خوشې کېدو پر مسلې باندې کار کوي.

افغان حکومت هم د یو شمېر افغان امنیتي سرتېرو د خوشې کېدو غوښتنه کوي چې لا تر اوسه هم له طالبانو سره بندیان دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG