لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې سیلابونو سخته تباهي اړولې،شپږ کسان مړه،په لسګونو کورونه تباه


دخیبر پښتونخوا سوات سیمه کې هم د روانو بارانو له امله راغلو سیلابونو سخت زیانونه اړولي اؤ چارواکي وایي چې په شاګرام اؤ تیرات سیمو کې لږ تر لږه شپږ کسان په روانو بارانونو اؤ سیلابونو کې مړه شوي اؤ اته نورو ژوبل شوي دي.

دقدرتي افتونو په مهال مرستندویه دولتي ادارې پي ډي‌ایم ای د جمعې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې دسوات په شاګرام اؤ تیرات سیمو کې سیلابونو ګڼ شمیر کورونه اؤ فصلونه هم تباه کړي اؤ سیمه کې دځپل شوؤ خلکو سره دمرستو دجاج اخستو دپاره دپي ډي ایم ای دائریکټر جنرل، د ریلیف یا اسانتیاؤ ورکولو سکتر اؤ نور مرستندویه فعالین په سمدستي توګه دسیمې په سفر روان شوي دي.

د پي ډ‌ي ایم ای مشر وایي په سوات کې یې سیلاب ځپلو د ژغورلو اؤ هغوئ ته د مرستو رسولو دپاره په سمدستي توګه فعالیتونه پیل شوي دي.

هغه د ضلعې اړوند چارواکو ته لارښونه کړې چې د زیانمنو شوؤ خلکو په هکله باید عاجل معلومات راټول کړي ترڅو هغوئ ته مرستې ورسول شي.

په دې وروستیو کې په پاکستان اؤ افغانستان کې سخت بارانونه رامات شوي چې دهغې له امله ځائ پځائ سیلابونه هم راوتلي اؤ په دغو بارانونو اؤ سیلابونو کې دافغانستان اؤ پاکستان دننه بیلابیلو سیمو کې تر ۲۵۰ زیات کسان مړه شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د قدرتي افتونو د مخنیوي وزارت وایي، په تېرو څلرویشت ګنټو کې د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې ډېر زیات بارانونه شوي چې وایي په نتیجه کې یې تر اوسه 155 تنه مړه شوي او تقریباً دوه سوه کسان پکې ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې تر ټولو زیات زیانونه د سندهـ صوبې ښار کراچۍ کې بارانونو اړولی دی اؤ تیره ورځ هم په کراچۍ کې دچارواکو لخوا دبارانونو له امله د ۱۸ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی ؤ.

د خراب وضعیت له امله نن د جمعې په ورځ کراچۍ کې عامه رخصتي اعلان کړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG