لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپین بولدک:چاودنه کې دیوې کورنۍ ۱۲کسان وژل شوي


دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان دکندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې دملکي وګړو یو موټر دسړک دغاړې په ښخ بم الوځول شوی چې پکې دیوې کورنۍ ۱۲ کسان وژل شوي دي.

دکندهار د والي ویاند بهیر احمدزي رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه د جمعې د ورځې په سحر دسپین بولدک ولسوالۍ په لوئ کاریز سیمه کې په یو ډاټسن موټر شوې چې پکې ۱۲ کسان ناست ؤ اؤ په پېښه کې هغوئ ټول مړه شوي دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د کندهار د ولایتي شورا د غړي نعمت الله شیر دلي له خولې ویلي چې په وژل شوؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

هغه ویلي په چاودنه کې الوتلي ډاټسن کې د یوې عامې کورنۍ غړي ناست وؤ اؤ غوښتل یې دخپلوانو کره لاړ شي چې په لاره کې پرې دسړک په غاړه ښځ ماین چاودیدلی دی.

تر اوسه ددې چاودنې پړه هیڅ یوې ډلې پغاړه نه ده اخستې.

په دې وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د سړک دغاړې چاودنې زیاتې شوي اؤ ددې پېښې نه دوه ورځې وړاندې هم دکندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې دملکي کسانو په موټر دماین چاودنه کې درې کسان وژل شوي وؤ.

همدا شان د یکشنبې په ورځ دافغانستان غزني ولایت کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې د درېوؤ میرمنو اؤ دوؤ ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي وؤ.

د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه هم دوه چاودنې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې شوې وې. د لېڼد ماین یوه چاودنه د مسافرو ټرک سره نژدې شوې وه چې پکې نهه کسان وژل شوي وؤ

په کندهار کې دویمه چاودنه د یو موټر د ځمکني ماین سره د ټکر په نتیجه کې شوې وه او اته کسان پکې ووژل شوي وؤ.

هم په دغه ورځ په کابل کې د یوې مېرمن په شمول دوه کسان په هغه چاودنه کې ووژل شوي وؤ چې مامورینو د ماین پاکۍ په مهال شوې وه.

هرڅو که طالبانو په اوسنیو زیاترو بریدونو اؤ چادونو کې خپله لاس لرنه رد کړې ده خو تیره اوونۍ دافغانستان د ولسمشر ویاند ښاغلي صدیق صدیقي تور لګولی ؤ چې طالبان د تاؤتریخوالي په زیاتولو سره دسولې هڅې شنډول غواړي.

طالبانو لا دافغان دولت دې تور ته خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو ویلي یې دي هغوئ یوازې په هغه صورت کې بریدونه کوي چې تعرض پرې وشي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG