لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاه محمود قرېشي: د عاصم باجوه او کورنۍ د بهرنیو کمپنیو په اړه حقایق به زر مخته راشي


واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو مرکزي وزیر شاه محمد قرېشي د چین پاکستان اقتصادي منصوبې یا سیپېک اتهارټۍ د مشر ریټایر جنرل عاصم سلیم باجوه د کورنۍ د بهرنیو جایدادونو او کمپنیو په اړه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي په دې اړه به حقایق ډېر زر مخ ته راشي.

شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ په ملتان کې د خبریالانو د پوښتنې په جواب کې د عاصم باجوه د کورنۍ د بهرنیو کاروبارونو په اړه رپوټ پر ریښتینوالي شک څرګند کړی او د هغه په اړه خپاره شوي معلومات یې ناتایید شوي ګڼلي دي:

"دا اوس یو عام کار دی چې خبر بې له تاییده خپرېږي، یو خبر باید هغه وخت خپور شي چې تایید شي، په دې کېس کې حقایق به زر مخې ته راشي".

د "فیکټ فوکس" په نامه ویبپاڼې وړمه ورځ د پاکستاني خبریال احمد نوراني یو تفصیلي رپوټ خپور کړی وو، چې پکې ویل شوي وو د عاصم سلیم باجوه مېرمن فرخ زېبا، د هغه زامن او وروڼه په پاکستان، متحده عرب اماراتو، امریکا او کېنېډا کې د اربونو روپیو کاروبارونه لري.

د پوځ پخواني سدرن کمانډ او د پوځ د اطلاعاتو د ادارې ای ایس پي آر پخواني مشر عاصم باجوه دغه رپوټ رد کړی او په یوه ټویټ کې یې ویلي دي "پر یوه نامعلوم ویبسایټ زما او زما د کورنۍ په ضد د پروپیګنډې یو ناوړه داستان خپور شوی چې زه یې په کلکه ردوم".

خبریال احمد نوراني د عاصم باجوه د ټویټ په جواب کې له ډي ډبلیو سره په مرکه کې ویلي، ده پخپل رپوټ کې یواځې دعوې نه دي کړې بلکې د خپلو دعوو لپاره یې اسناد هم له خپل رپوټ سره لګولي دي:

"که باجوه صاحب یا د هغه ورور دا حقایق ردوي نو بیا به وایي چې په دې رپوټ کې کوم اسناد لګېدلي دي دا اسناد جعلي او ناسم دي".

له شاه محمود قرېشي پرته د واکمن تحریک انصاف ګوند وزیراعظم، بل کوم مرکزي وزیر یا چارواکي د عاصم سلیم باجوه د کورنۍ د کاروبارونو په اړه خپاره شوي رپوټ ته څه غبرګون نه دی څرګند کړی او نه هم د پاکستان د پوځ له خوا په دې اړه څه ویل شوي دي.

د پاکستاني خبریال احمد نوراني د دغه مضمون ترمخه پوځ کې د عهدې په لحاظ مخکې تلو سره سرعاصم باجوه کاروبار هم ورځ تر ورځه وده کوله او دا وختې باجوه خاندان په څلورو هېوادونو کې د یو کم سل کمپنیانو سره د ۱۳ تجارتي یا کمرشل جایدادونو او د ۱۳۰ نه زیاتو رېسټورانټونو مالک دی.

د خبریال احمد نوراني ترمخه د عاصم باجوه ښځه فرح زېبا د خپل خاوند وروڼو ملکیتي باجکو نومې کاروباري ګروپ کې د برابر حصه لري او په کال ۲۰۱۵ د عاصم باجوه دوه زامنو په هغه وخت کې په امریکا کې کاروباري کمپنیانې پرانېستلې وې کله چې د دوی پلار د پاکستان پوځ‌ د عامو اړیکو څانګې مشر وو.

مضمون زیاتوي باجوه خاندان درې هېوادونو کې د دوه اتیه کمپنیانو دلارې د څلوېښت مېلینه ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده. خبریال احمد نوراني دا دعوه هم کړې چې امریکا کې د رسمي سندونو دلارې عاصم باجوه د ښځې امریکا کې د دیارلس کمرشل یا تجارتي عمارتونو ملکیت پخلی کیږي.

XS
SM
MD
LG