لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروې رپوټ: قبایلي ضلعې د روغتیا، تعلیم، اوبو، سړک او بجلۍ له اسانتیاوو محرومې دي


پېښور ــــ د یوې نوې سروې له مخې له پښتونخوا صوبې سره د یو ځای شویو اوو قبایلي ضلعو په سلګونو یونین کونسلونو کې د علاج او تعلیم اسانتیاوې خصوصاً د نجونو سکولونه نه شته چې له کبله یې خلک له زیاتو ستونځو سره مخ دي.

دغه سروې د پښتونخوا د بلدیاتو ادارې، د امریکې د مرستندویې ادارې یو ایس ای ډي او د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې له خوا شوې ده. د دې سروې له مخې د قبایلي ضلعو په ټولو شاوخوا اووه سوه یونین کونسلونو کې په 306 د صحت اسانتاوې نه شته او په 396 کې بیا یوه یا زیاتې اسانتیاوې شته.

په سروې کې د قبایلي ضلعو تعلیمي‌ حالت هم خراب ښودل شوی، چې وایي په 691 یونین کونسلونو کې د هلکانو لپاره تعلیمي اسانتیا شته خو په یوولسو کې نه شته، همداسې 580 یونین کونسلونه د نجونو سکولونه لري خو په 122 کې د نجونو د تعلیم سهولت نه شته.

د پښتونخوا د بلدیاتي حکومت د اصلاحاتو د څانګې مشر خالد خان وایي، له سروې داسې څرګندېږي چې د قبایلي سیمو اکثرې ضلعې د پرمختیا او د ژوند د بنیادي اسانتیاوو په برخه کې د پښتونخوا تر نورو ضلعو شاته دي:

"دا سروې د قبایلي ضلعو د ټولو کلیو خاکه پېش کوي چې هلته څه ضرورت دی څه شته او څه نه شته، دا سروې د خلکو اواز دی او د دغو سیمو د خلکو له خولې دا معلومات را غونډ کړل شوي‌ دي".

په دې سروې کې دا هم ویل شوي چې د قبایلي ضلعو په 106 یونین کونسلونو کې سړکونه خراب دي او پاخه سړکونه پکې نه شته او له دې سره- سره د 214 یونین کونسلونو څورلس نیم لکه خلک د څښلو پاکې اوبه هم نه لري.

سروې وایي په 79 یونین کونسلونو کې بجلي بېخي شته نه.

د دې نظرپوښتې لپاره د مقامي ابادۍ 287 تعلیمیافته رضاکاران ټاکل شوي وو. د پېښور انسټیټویټ آف مېنېجمنټ ساینسز پروفیسر محمد نعمان خان وایي، د دې سروې مقصد د ولس له ضروریاتو د دوی استازي او اړوندې ادارې خبرول دي:

"له ښځو او سړیو دواړو مو دا معلومات را غونډ کړل، د ښځو اواز هم پکې د برابرۍ په بنیاد شامل کړل شوی دی چې خپل ضروریات یې ویلي دي، پخوانۍ فاټا ډېره زیاته له پامه لوېدلې سیمه ده، د بلدتیاتي حکومت نظام چې هلته راځي نو د هغه لپاره ددې سروې معلومات ډېر کار کولای شي".

د بلدتیاتي حکومت خصوصي سیکرټري معتصم بالله د سروې د اجرا په وخت وویل، د سروې مقصد یې په قبایلي ضلعو د بنیادي ضرورتونو احاطه کول او د نیمګړو اسانتیاوو په رسولو اړوند ادارې خبرول دي چې وایي دا به په قبایلي ضلعو کې د راتلونکي بلدتیاتي حکومت د پرمختیا کار اسان کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG