لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوس به انسانان د سړکونو پځائ هوا کې موټرې چلوي


دلسیزو راهسې دا انساني خوب اوس دتعبیر درشل ته ننوتونکی دی چې انسان باید په هوا کې هم خپل موټر داسې وزغلوي لکه څنګه چې یې په سړکونو زغلوي.

دجاپان یوې کمپنۍ “سکائي‌ ډرائیو” په وړومبي ځل د لږو شیبو دپاره د یو داسې موټر د الوت بریالۍ ازموئنه کړې ده چې یو تن هم پکې ناست ؤ اؤ دغه موټر د زمکې څخه هوا ته پورته شوی دی.

سکائي ډرائیو وړومبۍ کمپني نه ده چې د الوتکي موټر جوړولو په پروژه کار کوي ،بلکې په نړۍ کې شا وخوا تر ۱۰۰ؤ کمپنۍ هم په ورته پروژو کار کوي خو د وړومبۍ بریالۍ ازموئنې ویاړ سکائي ډرائیو ترلاسه کړی دی.

دوه ورځې دمخه په خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د موټر سائیکل په څېر جوړ یو وړوکی شان موټر د زمکې څخه هوا ته څو فټه پورته کیږي اؤ په یو محدود ځائ تر څلورو دقیقو الوت کوي.

په دغه موټر کې یو سړی هم ناست لیدل کیږي.

د سکائي ډرائیو کمپنۍ مشر تومو هیرو فوکوز دخپل الوتونکي موټر دبریالۍ ازموئنې وروسته ویلي دي چې دا موټر به کال ۲۰۲۳م پورې رېښتونې بڼه خپله اؤ عام خلک به ددې الوځول پیل کړي.

خو هغه وایي چې فعلاً تر ټولو مهم پړاؤ ددې موټر دالوت اؤ پکې دناستو خلکو خونديتوب باوري کول دي.

خبري شبکې ایسوسي‌ایټډ پریس ته هغه ویلي دا مهال تر ۱۰۰ زیاتې کمپنۍ په الوتونکی موټر جوړؤلو کار کوي خو په دې کې یوازې څو کمپنیو د موټر په الوځولو کې بریا موندلې ده.

فوکوزاوا ویلي تر اوسه شوؤ ازموینو کې دهغه دکمپنۍ جوړ موټر تر ۱۰ؤ دقیقو دالوت کولو ویاړ ترلاسه کړی اؤ هغه غواړي چې د لسو دقیقو نه د الوت دا ټائم یا وخت ۳۰ؤ دقیقو ته وغځوي چې تر هغې وروسته به دا موټر دچین په څېر هیوادونو کې جوړولی شي.

ددې الوتکي موټر یوه خوبي دا ده چې هغه د الوتکې په پرتله یو ناساپه الوت کوي اؤ د زغل لارې یا رن وی ته یا اړتیا نه لري.

هغه هم په هغه مهال په هرځائ حتی د یوې ودانۍ په بام هم کوزیدلی شي.

ددې موټر دلارې به به خلک په ټریفک یا رش کې دنښتو پرته خپل ټاکلي ځائ ته رسیدلی اؤ خپل وخت بچت کولی شي.

د موټر الوځولو دپاره به کوم پائیلوټ ته اړتیا نه وي اؤ ددې دپورته کولو اؤ کوزؤلو ټول نظام به دکمپوټر دلارې سمبالولی شي.

خو ددې موټر مارکیټ ته له راتلو وروسته په موټر کې دکاریدونکو بیټریو دڅرنګوالي اؤ دهوایي ټریفک دکنټرول په څېر ستونزې به هم مخې ته راځي چې دهغې دهواري دپاره به تګلارو یا قوانینو ته اړتیا لیدل کیږي.

څېړونکي هیله کوي چې کله دکال ۲۰۳۰م لسیزه کې دا موټرې په سوداګریزه بڼه الوت پیل کړي نو د زیاتو ابادیو په سیمو کې به یې (چرته رش وي) و د کارؤلو کچه هم ډیر زر سیوا کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG