لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکربلا دپېښې په یاد نن دعاشورې ورځ په مذهبي درناوي نمانځل کیږي


نن په لسم محرم په ګرد پاکستان کې د عاشورې ورځ‌ د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې نمانځل کیږي اؤ عذاداران داسلام د ستر پېغمبر محمد(ص) د لمسو په یاد کې ماتمي جلوسونه وباسي.

په لسم محرم دپېغمبر محمد(ص)لمسو د کربلا په میدان کې د اسلام دبقاء دپاره د خپلو سرونو قربانۍ ورکړې وې اؤ دهغوئ دغه قربانیو ته د عقیدت وړاندې کولو دپاره اوس هرکال‌ په اسلامي نړۍ کې دمحرم الحرام لمړۍ لس ورځې دماتم اؤ خفګان په توګه نمانځل کیږي.

په پاکستان اؤ افغانستان کې چې زیاتره په شیعه مسلمانانو ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې کیږي د محرم په ورځو کې دشیعه مسلک دماتمیانو دحفاظت دپاره کلک امنیتي ګامونه اخستل کیږي.

دعاشورې د ماتمي جلوسونو په مهال د پاکستان یو شمیر مهمو سترو ښارونو کې د موبائیل فون اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي دي.

پرون د شنبې په ورځ هم دنهم محرم د جلوسونو دپاره د ملک په یو شمیر غټو ښارونو کې د موبايل فون خدمات ځنډؤل شوي وؤ.

د عاشورې جلوسونه په بېلابيلو ځايونو کې د خپل وخت په حساب راويستل کيږي او د ماښام او ماسخوتن پورې په خپلو ټاکلو لارو خپلو منزلونو ته رسي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پېښور په ګډون ډېره اسماعيل خان، ټانک، کوهاټ، هنګو ،کرمه،اورکزو، لکي مروت، بنو او هزاره ډويژن زیاتې حساسې سیمې ګڼل کیږي اؤ هرکال په دغو سیمو کې دمحرم په ورځو کې دامنیت ځانګړي ګامونه اخستل کیږي.

په خیبرپښتونخوا صوبه کې دعاشورې د ورځې د ماتمي جلوسونو د حفاظت دپاره د زرګونو په شمیر پولیس اؤ ملیشه څواکونه په مهمو ښارونو، بازارونو اؤ لارو کوڅو کې ودرول شوي اؤ د صوبې سرښار پیښور کې ستر بازارونه اؤ مارکیټونه تړل شوي دي.

دماتمي جلوسونو دحفاظت دپاره که چرته په لویې شمیر کې امنیتي عسکر ځائ پر ځائ کړل شوي نو هلته په ځېنو سیمو کې د هیلي کاپټرو دلارې هم ددغو جلوسونو هوایي څارنه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG