لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال مارک ملي:دصدارتي ټاکنو په اړوند دهیڅ یوې شخړې هواري کې به پوځ کردار نه ادا کوي


دامریکا دګډو ځواکونو مشر جنرال مارک ملي امریکایي کانګریس ته ویلي چې نومبر کې کیدونکو صدارتي ټاکنو کې به پوځ هیڅ رول نه لري اؤ ټاکنو د پایلو د څه رقم کړکیچ په هواري کې به هم مرسته نه کوي.

دامریکایي خبري شبکې ای پي د رپورټ له مخې جنرال مارک ملي د کانګریس دخدماتو دوه کسیزه کمټې ته مخ شوی اؤ دهغوئ دپوښتنو دځوابونه یې د یو لیک په بڼه ورکړي دي.

جنرال مارک ملي ویي” دټولټاکنو اؤ د ټاکنو په اړه د څه رقم شخړې دهواري دپاره لاره دامریکا په ائین اؤ قوانینو کې شته اؤ زه نه وینم چې دې عمل کې به امریکایي پوځ ودریږي”

دامریکایي رسنۍ سي سي این این له مخې جنرال ملي زیاته کړې چې که دټاکنو په اړوند په څه چارو شخړه رامخې ته شوه نو پوځ به یې نه هواروي بلکې ددغه شخړې دهواري مسولیت به د قانون په اساس د کانګریس اؤ عدالتو په غاړه وي.

هغه ویلي چې دسیاست نه دپاک امریکایي پوځ په اصولو په کلکه باور لري.

د صدارتي ټاکنو د پایلو لړ کې دپوځ نه دمرستې اخستو خبره وروسته له هغې مخې ته راغلې ده چې ټاکنو کې دصدر ټرمپ دسیال جوبائیډن څخه دیوې مرکې په مهال وپوښتل شول چې که صدر ټرمپ ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته خپل دفتر نه پرېښودو نو څه به کیږي؟

هغه ددې پوښتنې ځواب کې ویلي وؤ چې که دکال ۲۰۲۰ په صدارټي ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته ډانلډ ټرمپ خپل دفتر نه خوشې کوي نو د پوځ مرسته به اخستل کیږي.

جوبائیډن دپوځ په یادولو سره ویلي وؤ زه تاسو سره ژمنه کووم اؤ باور لرم چې هغه(پوځ) به سپینه ماڼۍ له ټرمپ څخه خالي کوي.

په عین حال کې د کال ۲۰۱۶م دصدارتي ټاکنو کاندیدې هیلري کلنټن اؤ د ډیموکراټ ګونډ ځېنو نورو مهمو سیاستمدارانو اندېښنه ښکاره کړې ده چې کیدای شي ټاکنو کې دماتې خوړلو وروسته صدر ټرمپ خپل دفتر خالي نه کړي.

خو ددې برعکس بیا صدر ټرمپ څو کرته پخپلو ویناګانو کې ویلي دي چې هغه به د ټاکنو پایلو ته غاړه ږدي.

XS
SM
MD
LG