لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: په ډزو کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي، په ميرکلام وزير بريد شوی


د پاکستان په قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان کې دوه وسله وال بريدونه شوي، چې په يو بريد کې د پاکستان د پوځ درې سرتيري وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

بل لور ته د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په غړي مير کلام وزير باندې وسله وال بريد شوی چې پکې روغ وتلی دی.

پوځ ویلي د اتوار، يکشنبې په ورځ د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې په کاشکۍ علاقه کې د پوځ د لټون عمليات روان ؤ او په دغه مهال پرې وسله وال بريد شوی چې پکې درې سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني طالبانو د بريد زمه واري منلې ده.

په ميرکلام وزير بريد

بل لور ته د شمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل کې د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي ميرکلام وزير په ګاډي ډزې شوي چې پکې هغه د نورو څلورو کسانو سره سور ؤ، خو دوی په ډزو کې روغ پاتې شوي دي.

د پېښې په اړه د ميرکلام وزير سيکرټري اشفاق وزير وي او ای ډیوه ته ويلي، دوی ماښام د ميرانشاه نه ميرعلي ته راروان ؤ او د پتاسي اډې چيک پوستې ته نزدې 100 ميټره لرې ؤ چې په ګاډي يې د سړک د دواړو خواؤ نه ډزې وشوې.

هغه وويل په ګاډي ځينې ډزې لګيدلي خو دوی پکې روغ پاتې شوي دي.

د اشفاق وزير په خبره په ګاډي کې ميرکلام وزير، هغه (اشفاق)، ډرائيور او دوه ساتونکي ورسره وو.

هغه زياته کړه د دوی ساتونکو هم ځوابې وکړې او بيا په تېزۍ سره د دغه ځای څخه وتلي دي.

ميرکلام وزير ويلي هغه د چا سره شخصي دښمني نه لري د هغه په نظر ځکه پرې بريد شوی چې هغه د پښتنو خدمت کوي.

اشفاق وزير وايي دوی ميرانشاه ته تللي هلته د دوکاندارانو احتجاج او بيا په محمدخېلو کې د دوه قبيلو ترمنځ مسله وه هغو ته تللي وو.

د نوموړي په خبره په دوی هلته ناوختی شوی او چې بيرته بيا واپس ستنېده ماښام د اووه بجو وروسته پرې ډزې وشوې.

د ميرعلي تاڼې يو پوليس چارواکي نظام داوړ وي او ای ډيوه ته ويلي د ډزو د خبر ترلاسه کېدو سره سم پوليس موقعې ته ورغلي وو.

هغه وويل د پېښې وروسته يې د لټون عمليات کړي خو څوک يې نيولي نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG