لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنیف اتمر له پاکستانه پر افغان خاوره د راکټونو د ویشتلو درول غوښتي


واشنګټن – د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سهیل محمود سره په کابل کې د خپلې لیدنې په ترڅ کې په دې ټینګار کړی، چې له پاکستان څخه دې پر افغانستان د راکټونو ویشتل او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې په خپل سر د کارونو کول ودرول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د ګل یا دوشنبې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي دي، چې ښاغلي اتمر له سهیل محمود سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو پر پرانیستلو هم ټینګار کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سهیل محمود د یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته ورغلی تر څو د افغانستان او پاکستان د سولې او همغږۍ د پلان په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو په زیاتوالي باندې هم ټینګار وکړ او له پاکستان سره یې د دوه اخیزو اړیکو د پراخوالي په برخه کې د افغانستان د کلکې ارادې په اړه ورسره خبرې کړي دي.

په بیان کې وړاندې راغلي دي، چې حنیف اتمر له پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ د پراخوالي په ځانګړي توګه د حیرتان، کابل او پېښور او همدارنګه د حیرتان،‌ هرات، کندهار او کویټې ترمنځ‌ د اورګاډي د پټلۍ په غځولو هم خبرې وکړې.

بیان زیاتوي، ښاغلي اتمر له پاکستاني پلاوي سره د افغان کډوالو پر مسله او هېواد ته د هغوی په خپله خوښه د راستنېدو په برخه کې د افغان حکومت پر پلانونو هم خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلي دي،‌ چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سهیل محمود هم د دوه اخیزو اړیکو د ښه کولو، د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې له بهیر او ژر تر ژره د سولې د خبرو د پیل ملاتړ وکړ.

پاکستان تل ویلي، چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي او په دې برخه کې د اسانتیاوو برارولو ته تیار دي.

ټاکل شوې ده چې د سولې او همغږۍ لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان دوهمه غونډه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالانو میرویس ناب او سهیل محمود تر مشرۍ لاندې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د ګل یا دوشنبې په ورځ ترسره شي.

تمه ده په دې غونډه کې به د سولې او همغږۍ په برخه کې د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د تېر کال په غونډه کې چې په پاکستان کې جوړه شوې وه د شویو ژمنو او کارونو ارزونه وشي کومې چې په سیاسي، دفاعي، امنیتي، اقتصادي او د کډوالو په برخه کې شوې وې.

د سولې او همغږۍ په برخه کې د افغانستان او پاکستان دعمل پلان په ۲۰۱۸ کال کې رامنځ ته شو تر څو په یادو بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاري زیاته شي.

د دوی لومړنۍ غونډه د ۲۰۱۹ کال د جون په لسمه نېټه په اسلام اباد کې ترسره شوې وه.‌

دغه رسمي لیدنې څو ورځې وروسته له هاغې کېږي چې د افغانستان د ملي‌ روغې جوړې د عالي‌ شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، چې بین الافغاني خبرې به په راتلونکو ورځو کې پيل شي.‌

ښاغلي عبدالله په کابل کې یوې غونډې ته وویل، "خلک سولې ته هیله لري. خلک د سولې لپاره سختو پرېکړو ته تیار دي خو دوی اندېښنې هم لري."

همدارنګه د ملا برادر تر مشرۍ لاندې د طالبانو یو پلاوی هم تر دې مخکې اسلام اباد ته تللی وو.‌

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG