لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټویټر د پاکستان په 35 فیصد قانوني غوښتنو له خپلې پاڼې مواد لرې کوي


واشنګټن ــــ د ټولنیزو رسنیو مشهوره اداره ټویټر وایي له خپلې پاڼې یې د هغو موادو په لرې کولو پیل کړی چې د پاکستان حکومت یې په تېر کال کې قانوني غوښتنه کړې وه.

د ټویټر ادارې په وروستیو کې خپل د تېر 2019م کال له جولای تر دسمبر میاشتې د نیمایي کال د شفافیت په نامه رپوټ خپور کړی، چې وایي په دې موده کې یې د پاکستان له خوا د موادو ړنګولو 219 قانوني غوښتنې تر لاسه کړې دي.

ټویټر وایي د پاکستان له خوا په دغو قانوني غوښتنو کې د عدالت فیصلې او نور قانوني درخواستونه هم شامل دي چې د حکومت او غیرحکومتي کسانو له خوا ورته شوي او د موادو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د ټویټر د ادارې په وینا د پاکستان له خوا په تر لاسه کړو 35 فیصده غوښتنو یې عمل کړی او هغه مواد به له خپلې پاڼې لرې کړي. وایي د دغو قانوني غوښتنو له مخې یې 1,476 ټویټر اکاونټونه په نخښه کړي چې مواد به ځنې لري کوي خو دا یې نه دي ویلي چې دغه اکاونټونه ختموي هم.

ټویټر وایي د 191 قانوني غوښتنو په بنیاد یې هغه مواد او اکاونټونه هم لرې کړي دي چې د ټویټر له اصولو سره برابر نه وو.

د ټویټر اداره وایي‌ د پاکستان حکومت د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د دیارلس ټویټر اکاونټونو د لرې کېدو غوښتنه هم ځنې کړې وه چې وایي په هغوی کې اته عامې غوښتنې وې خو وایي د پینځو اکاونټونو د لرې کېدو بیړنۍ غوښتنه یې کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG